تاند (دوشنبه د جدي ۲۹) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې په پلازمېنه کابل کې وروستي ترهګریز او هدفي بریدونه د طالبانو له لوري کېږي.
ښاغلي صالح نن دوشنبه د ۰۶:۳۰ بجو له امنیتي غونډې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د دغه ډول پېښو د ډېرېدو عمده لامل دا دی چې طالبان فکر کوي په هر صورت کې بښل کېږي او د خپلو اعمالو په سزا نه رسېږي.
هغه وايي چې نیول شوي کسان تل په خپلو جرمونو اعتراف کوي، خو همېش په دې فکر او هیله وي چې له مجازاتو پرته به بېرته خوشې کېږي.
د نوموړي په وینا، په کابل او نورو لویو ښارونو کې د جنایتونو د کچې راټېټولو لپاره باید نیول شوي طالب بندیان اعدام شي.
صالح ټینګار کوي چې په دې کار سره به د جرمونو په کچه کې کموالی راشي او د نورو لپاره به دغه کړنه عبرت وګرځي.
نوموړي په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې تېره ورځ هم کابل د یوه هدفي برید شاهد و. په دې حمله کې دوه ښځینه قاضیانې ووژل شوې او دوه نور کسان ټپیان شول، چې تر اوسه ددې برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
امرالله صالح په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې په کابل او ولایتونو کې په وروستیو هدفي وژنو کې طالبانو لاس لرل رد کړي، خو د افغانستان حکومت بیا په ځلونو د داسې پېښو مسؤل طالبان بللي او ویلي یې دي چې دغه ډله دې له داسې کړنو لاس په سر او د سولې لپاره دې ریښتیني ګامونه پورته کړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په داسې مهال د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کوي چې په دوحه کې د حکومت او طالبانو د مرکچي ټیمونو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرې روانې دي.
که څه هم عامو افغانانو د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو خبرو ته ډېرې هیلې لرلې، خو په دې وروستیو کې د سختو جګړو، هدفي وژنو، اختطاف او جنایي جرمونو پېښو زیاتېدو سخت اندېښمن کړي او په سوله یې دوی بې باوره کړي دي.
دا یو ډېر ښه نظر دی. دا بې غیرتان خو لکه لیوني سپیان هر چا ته خوله اچوي او داړي یې. نو د ليوني سپي یواځینۍ چاره دا ده چې مردار شي. طالب حرموني خو هسی هم په هیچا رحم نه دې کړی او نه یې کوي. اوس خو دومره ټیټ او بې غیرته شوي چې ښځينه کارکونکي هم وژني او ملا هیبت الله ورته د غیرت بریتونه غوړوي. نو دا کوس موري د کوم نائب سالار اولاده ده چې نه به اعدامېږي. بهتره داده چې له دې ګندګي ځان خلاص کړو او د هغو مظلومو او بې ګناه افغانانو د وینو قصاص هم واخیستل شي چې ددې شیاطینو او د ای اس ای د مزدورانو لخواه هره ورځ وژل کېږي. دوی خو باید بندي خانه ته هم ونه وړل شي. ځای په ځای یې باید حساب تصفیه او دوزخ ته ولېږل شي، طالبه ځان بې ځایه مه وژنه. په قران که حوري وګورئ، ستاسو وازې کوني به وي او د دوزخیانو کوتکونه. لعنت د وي په رټل شوي شیطان