جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونه‏امريکا د ناوالني نيول کېدل روسي وګړو ته سپکاوی بللی

‏امريکا د ناوالني نيول کېدل روسي وګړو ته سپکاوی بللی

تاند ( دوشنبه، د جدي ۲۹) د روسيې د ولسمشر ولاد مير پوتین د سیاسي مخالف نیول غبرګونونه را پارولي.

آلکسي ناوالنی د روسیې د حکومت سیاسي مخالف له جرمني څخه دغه هېواد ته له رسیدو وروسته ونیول شو.

د معلوماتو له مخې ده ته په روسیه کې زهر ورکړل شوي ؤ او د درملنې له پاره جرمنې ته تللی ؤ.

‏نوموړي په یاده قضیه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پړ ګڼلو.

په ورته مهال د جوبایدن د ملي امنیت سلاکار هم د ناوالني نیول کیدل د روسېې وګړو ته سپکاوی ګڼلی او د هغه د ژر خوشې کیدلو غوښتنه ېې کړې.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په یوه بیان کې د ناوالني د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

پومپیو د ناوالني د نیولو په اړه د امریکا اندېښنه په ډاګه کړې او دا ګام ‌یې د روسیې له ‌خوا د ناوالني او نورو هغو څېرو د غږونو خاموشه کول بللي چې د روسیې منتقدین دي.

ناوالني له تېرې اګسټ میاشتې راهیسې په جرمني کې تر درملنې لاندې و او پرون یک شنبه روسیې ته ستون شوی او له رسېدو سره سم نیول شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب