جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+انګلستان له سرېلانکا لومړۍ ټېسټ لوبه وګټله

انګلستان له سرېلانکا لومړۍ ټېسټ لوبه وګټله

تاند ( دوشنبه، د جدي ۲۹) انګلستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې سرېلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې سرېلانکا انګلستانۍ لوبډلې ته د ٧۴ منډو هدف ټاکلی وو چې انګلستان په ډېرې اسانۍ پوره کړ او د ٧ لوبغاړو په توپير يې لوبه وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه د جنورۍ په ١٨مه نېټه د سرېلانکا په توپوهنه پيل شوې وه.

سرېلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۳۵ منډې ترسره کړې چې په کې تر ټولو ډېرې منډې (۲۷) دنېش چنديمل ترسره کړې.

خو مقابلې لوبډلې بیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۲۱ منډې وکړي چې په دې سره سرېلانکا لوبډله یې ۲۲۸ منډې قرضداره کړه.

سرېلانکا په دوهمه پاڼۍ کې که څه هم ښه لوبه وکړه خو یواځې یې ۳۹۵ منډې ترسره کړې او انګلستانۍ لوبډلې ته یې ډېرکم ۷۴ منډو هدف ورکړ.

ياد هدف انګلستان د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره او د ٧ ويکټو په توپير يې په لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړه.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه ټېسټ لوبه د جنورۍ په ٢٢مه نېټه پيل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب