Homeخبرونهچارواکي: لغمان کې ملي امنیت ځواکونو د طالبانو ۴ مهم غړي نيولي

چارواکي: لغمان کې ملي امنیت ځواکونو د طالبانو ۴ مهم غړي نيولي

تاند ( دوشنبه، د جدي ۲۹) د لغمان ولایت امنیتي چارواکي وایي ملي امنیت ځواکونو د وسله والو طالبانو ۴ مهم غړي نیولي دي.

د لغمان د رسنیو دفتر وایي دا کسان په تېره یوه اونۍ کې نيول شوي دي.

د سرچینې په خبره نیول شویو طالبانو په خپلو جرمنو اعتراف کړی او اوس مهال په ملي امنیت ریاست کې ترې څېړنې روانې دي.

د لغمان د رسنیو دفتر هغه وېډیو هم له رسنیو سره شریکه کړې چې دوی ته يې په کې اعتراف کړی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې نیول شویو وسله والو طالبانو د ماینونو ځای پرځای کولو، ترور، تخریبي او نور ګڼ ترهګریز فعالیتونه ترسره کول.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...