پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونهایران په ملګرو ملتونو کې د رایې له حقه محروم شو

ایران په ملګرو ملتونو کې د رایې له حقه محروم شو

تاند ( دوشنبه، د جدي ۲۹) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې له دې وروسته ایران په دغه سازمان کې د رایې ورکولو حق نه لري.

ګوترېش زیاتوي چې ايران له دغه حق څخه ځکه محروموي چې ملګروملتو ته يې ۱۶ میلیونه ډالر حق العضویت نه دی ورکړی.

هغه د څو نورو هېوادونو نومونه هم  ملګرو ملتونو ته سپارلي او امر یې کړی چې باید د رایې له حق څخه محروم شي.

بل لورته بیا ایران ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو اصولو ته ژمن دي.

ایران زیاتوي دا چې پر دوی بندیزونه وضع شوي او مالي سرچینې یې تړل شوې دي نو ځکه د حق العضویت په ورکړه کې ځنډ راغلی دی.

ایران داسې مهال له دې بندیز سره مخ کېږي چې تازه دې هېواد تېره ورځ ویلي وو، د سولې بین الافغاني مذاکراتو د څار تر ټولو ډاډمنه لار د ملګرو ملتونو له لوري د یو استازي ګومارل دي.

په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي زیاته کړې وه چې د سولې پروسې د بریا او پر دې بهیر د بې طرفه او ډاډمن څار لپاره په کار ده چې ملګري ملتونه د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی وګوماري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی