چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+په هوا کې له خپور شوي کاربون څخه پیترول جوړېږي

په هوا کې له خپور شوي کاربون څخه پیترول جوړېږي

تاند- څېړونکو د پیترولي موټرو د سونګ موادو د جوړولو لپاره یوه نوې او په عین حال کې پاکه لار موندلې ده.

دوی وايي چې له برښنا څخه په استفادې له اوبو او کاربون ډای اوکسایډ څخه میتانول جوړوي.

د دې پروسې لپاره پکار برښنا هم د هوا د تودوښې له زیاتېدا او کمېدا څخه ترلاسه کېږي.

که څه هم په ځینو مواردو کې له میتانول څخه کار اخیستل کېدای شي خو پر مصنوعي پیترولو د هغو اړول د موجودو پیترولو په پرتله، چې له تېلو یا نفتو څخه جوړېږي، د پاک سونګ موادو د جوړېدا سبب کېږي.

 د نېچر کمونیکېشن مجلې د راپور له مخې، له معمول سره سم پر میتانول د کاربون ډای اوکسایډ بدلېدا خورا ډېر حرارت ته اړتیا لري خو څېړونکو یو داسې سیستم اختراع کړی چې له دوه بُعدي نانوپلېټونو څخه په استفادې د شپې او ورځې ترمنځ د تودوښې د بدلون لپاره کافي برښنا تنظیموي.

له دې سیستم څخه تراوسه پورې یوازې په لابراتوار کې کار اخیستل شوی او څېړونکو تر دې دمه یوازې کمه اندازه کاربون ډای اوکسایډ د میتانول پر مالیکولونو بدل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب