Homeخبرونهبهرنیو چارو وزارت:د افغان سولې په اړه د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا...

بهرنیو چارو وزارت:د افغان سولې په اړه د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لړۍ روانه ده

تاند(دوشنبه، د جدي ۲۹) بهرنیو چارو وزارت وایي د افغان سولې په اړه یې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پياوړتیا پر دوام د ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره خبرې کړې دي.

ددغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب، د مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او د افغان مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پر مسئله خبرې کړې دي.

میرویس ناب ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په دې تړاو د نړیوالو همکاري اړینه ده.

ګډونوالو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو هم له افغان حکومت سره د سولې به برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

شاو خوا څلور میاشتې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې اوس هم دغه خبرې دوام لري خو کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

له دې وړاندې یو شمیر رسنیو خبر ورکړی و، چې د افغان سولې پر سر خبرې اترې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د حکومت تر پیلېدو ځنډېدلي دي، خو طالب لوري بیا دغه راپورونه رد کړل او په خبره یې، چې دواړو لوریو د خپل منځي ناستو لپاره وقفه اخیستې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...