یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهم.م. په وروستیو ۲۰ کلونو کې د کډوالو شمېر زیات شوی خو...

م.م. په وروستیو ۲۰ کلونو کې د کډوالو شمېر زیات شوی خو په ۲۰۲۰ کې کم و

تاند(دوشنبه، د جدې ۲۹) ملګري ملتونه وايي چې په وروستیو دوو لسیزو کې په نړۍ کې د کډوالو شمېر ډېر زیات شوی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۰ کې د هغو شمېر ۲۸۱ ملیونو ته رسېدلی وي چې دا د نړۍ د ټول نفوس په سلو کې ۳ اعشاریه ۶ کېږي.

د دې راپور له مخې، اوس ابتدايي اټکلونه ښيي چې د کورونا وبا له کبله ښايي تېر کال تر دوه ملیونو پورې د مهاجرو شمېر کم شوی وي.

ملګري ملتونه اټکل کوي، له ۲۸۱ ملیونو نړیوالو مهاجرو څخه ۱۷۳ ملیونه تر ۲۰۱۰ پورې او ۲۲۱ملیونه تر ۲۰۰۰ پورې کډوال شوي وي.

په راپور کې د دې پخلی شوی چې مهاجرت د نړیوالېدو برخه ده او ښيي چې کووید نولس څرنګه د هغو ملیونونو مهاجرو پر ژوند اغېز کړی دی چې د ملګروملتو له لوری یې ملاتړ کېږي.

د نړیوال بانک له سروې سره سم، کورونا وبا ممکن بېوزلو او د متوسط عاید لرونکو هیوادونو ته د پیسو لېږد تر ۷۸ ملیارد ډالرو پورې کم کړي.

شتمنو هیوادونو ته کډوال شوي وګړي له خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره خپلو هیوادونو ته پیسې لېږي.

د نړیوال بانک په راپور کې څرګنده شوې چې په درو کې دوې برخې مهاجر یوازې په شلو هیوادونو کې اوسي.

تر ټولو ډېر مهاجر امریکا ته ځي. په ۲۰۲۰ کې ۵۱ ملیونه مهاجر امریکا ته تللي وو چې د نړۍ د ټولو کډوالو په سلو کې ۱۸ کېږي.

تر ټولو ډېر مهاجر د هند دی. په ۲۰۲۰ کې په بهر کې د مېشتو هندیانو شمېر ۱۸ ملیونه وو. په نورو هیوادونو کې د مسکیکو او روسیې ډېر وګړي بهر ته ځي.

یوولس ملیونه روسان او همدومره مکسکویان له خپله هیواده دباندې اوسي.

د چین ۱۰ ملیونه وکړي په بهرنیو هیوادونو کې اوسي.،

د سیمو له نظره تر ټولو ډېر مهاجر اروبا ته تللي دي. په ۲۰۲۰ کې ۸۷ ملیونه مهاجر په دې لویه وچه کې مېشت ول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب