یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د امریکا سفارت خپلو خلکو ته د سفرونو نه...

په کابل کې د امریکا سفارت خپلو خلکو ته د سفرونو نه کولو خبرداری ورکړ

تاند (یکشنبه د جدي ۲۸) په کابل کې د امریکا سفارت د هدفي وژنو په زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دې وروستیو څو اونیو کې په ټول افغانستان کې ترهګریز بریدونه، جنایي جرمونه، د اختطاف پېښې او هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

دې سفارت نن یکشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یو شمېر هوټلونه، استوګنځایونه، د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر او نورې هغه سیمې چې د بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه د امریکایي اتباعو د تګ راتګ او راټولېدو ځایونه دي له زیات ګواښ سره مخامخ دي.

د امریکا سفارت یو ځل بیا له ټولو امریکایي اتباعو غوښتنه کړې چې افغانستان ته دې له غیر ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي او که په هېواد کې وي نو په ډېر احتیاط سره دې خپلو کارونو ته رسېدنه وکړي.

د امریکا سفارت په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې تر بل هر وخت زیات په دې ورستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د هدفي وژنو، د اختطاف او جنايي جرمونو پېښې زیاتې شوي دي.

د یادونې وړ ده کابل نن بیا هم د هدفي وژنو شاهد و. نن سهار د کابل په تایمني سیمه کې  دوه ښځینه قاضیانې په یوه وسله وال برید کې ووژل شوې.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، په دې پېښه کې دوه ښځینه قاضیانې وژل شوي او دوه نور کسان چې یو ډریور و او بله عامه ښځه وه ټپيان دي.

په دې پېښې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون ګڼو کورنیو او باندنیو بنسټونو خواشیني ښودلې ده.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر افغان ښځه، ماشوم، عالم او پر هر ملکي افغان برید د افغانستان پر عزت او عظمت برید دی.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د طالبانو او نورو ترهګرو له لوري پر بې دفاع هېوادوالو بریدونه د اسلامي ارشاداتو او د سولې روحیې خلاف او د ولس پر وړاندې د نامشروع جګړې او دښمنۍ په مانا دی چې دا چاره د سولې په اړه د ولس ملي اجماع زیانمنولی شي.

که څه هم طالبان په دغه ډول بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ یو ځل بیا له دې ډلې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره روان ترور او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي او د سولې په برخه کې دې ريښتیني ګامونه پورته کړي.

2 COMMENTS

  1. د امریکا سفارت نه، د متحده ایالاتو سفارت. امریکا د براعظم نوم دی. د وطن نوم متحده ایالات یا د امریکا متحده ایالات دی. مننه

  2. دا نو کوم د غیرت خبره او ځای دی چې یوه بی ګناه ښځه ووژنې. دا ټولې پېښې د پاکستان د استخباراتو په مستقیمه لارښوونه تر سره کېږي. طالب دلالان والله که خپلې کونې ستاتلی شي. هر څوک چې د داسې خونړیو پېښو عاملین دي باید له محاکمې پرته د نیولو په محال ځای پر ځای ووژل شي. په قران که دا د فرعون، بې شرمه او بې غیرت اولاده هیڅ اصولو ته ژمن وي. لعنت د وي په داسې بې ناموسانو چې د افغان ښځو عزت هم خپل په دلالانو پلوري او په داسې بې رحمۍ یې وژني. له چا نه ګله وکړو، هغه چې خپلې ښځې او ناموس پاکستاني پوځیانو ته پرایښي هغوی به د نورو افغان ښځو غزت څه پروا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی