(تاند، یکشنبه د جدي ۲۸) په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي او د طالبانو د سیاسي ډلې د مشرانو او یو شمیر غړو ترمنځ نن ماښام مخامخ ناسته شوې ده.
د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر مسایلو خبرې شوي دي.
دوحه کې د افغان مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: “نن ماښام د دواړو خواوو د مذاکراتي ډلو د رئیسانو او د هیئت د څو غړو تر منځ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د اجندا پر مسایلو او د راتلونکو ناستو په هکله خبرې وشوې. “
لا مالومه نه ده، چې د اجنډا پر کومو مسایلو بحث شوی، خو له دې وړاندې ویل کیدل، چې په اجنډا کې داسې برخې هم شته، چې دواړه خواوې یې د ځان لپاره سرې کرښې ګڼي. د مالوماتو له مخې، چې د افغان لوري لپاره لومړۍ غوښتنه اوربند او د طالب لوري لومړی بحث بیا په افغانستان کې د راتلونکي نظام پر څرنګوالي دی.
وروسته له هغې چې د خبرو اترو دواړه ډلې له شل ورځیني ځنډ وروسته دوه اونۍ وړاندې د قطر پلازمېنې دوحې تللي دا دوهم ځل دی، چې د مخامخ ناستو خبر یې له رسنیو سره شریک کیږي.
له دې وړاندې یو شمیر رسنیو خبر ورکړی و، چې د افغان سولې پر سر خبرې اترې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د حکومت تر پیلېدو ځنډېدلي دي، خو طالب لوري بیا دغه راپورونه رد کړل او په خبره یې، چې دواړو لوریو د خپل منځي ناستو لپاره وقفه اخیستې.