Homeخبرونهافغان ځواکونو پکتیکا کې د طالبانو د وسلو زیرمه کشف کړې

افغان ځواکونو پکتیکا کې د طالبانو د وسلو زیرمه کشف کړې

(تاند، یکشنبه د جدي ۲۸) افغان ځانګړو ځواکونو نن د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالي اړوند د پوښتۍ په سیمه کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو په زیرمه له کشفي راپورونو وروسته عملیات ترسره کړي، چې ګڼ شمیر وسلې یې لاسته ورغلي دي.

د یاد ولایت له امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي: ” په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو مزایل، هوان، لاسي او د وسایطو ضد ماینونه او د راکټ یو شمیر مرمۍ د پولیسو لاس ته ورغلي دي.”

دا په تیره یوه اونۍ کې د طالبانو دوهمه د وسلو او بمونو زیرمه ده، چې د افغان ځواکونو لخوا کشف او وسلې یې د دوی لاسته ورځي.
له دې څو ورځې وړاندې په جنوب ختیځ زون کې تندر قول اردو په لوګر ولایت کې د طالبانو د بمونو جوړولو د کارخونې د کشف او نیولو خبر ورکړی و، چې وسله والو طالبانو یې بیا دغه ادعا رد کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...