جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهطالبانو لسګونه کسان د بغلان پر لاره تښتولي

طالبانو لسګونه کسان د بغلان پر لاره تښتولي

تاند(شنبه، د جدي ۱۴) بغلان کې امنیتي سرچینې وايي، وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت له عمومي لارې لسګونه کسان له ځانه سره بېولي دي.

سرچینې وایي، وسله‌والو طالبانو نن سهار د پلخمري پر لویه لاره د پوزه ایشان په سیمه کې ټول هغه موټرونه درولي و چې د پلخمري له ښاره نورو شمالي ولایتونو ته تلل.

دغه سرچینې وایي، په دې کې ډېری مسافر له ځانه سره بېولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم طالبانو په غزني، وردګ او ځینو نورو ولایتونو کې د لارې مسافر له ځانه سره بېول چې ځینې به یې خوشي کړل او ځینې چې د دوی په وینا بې ګناه نه و یا د دولت مامورین و نه دې پرې ایښي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...