پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهرویا رحماني له دولتي بودجې هره ورځ ۱۷۵۰ امریکايي ډالر ترلاسه کوي

رویا رحماني له دولتي بودجې هره ورځ ۱۷۵۰ امریکايي ډالر ترلاسه کوي

تاند ویبپاڼې ته یوې سرچینې وویل چې په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني ته د میاشتې ۷ زره او ۸۹۸ امریکايي ډالره تنخوا، ۸ زره او ۵۰۰ ډالر د کور کرایه او ۳ زره او ۷۵ ډالره د کور خدمتګارې لپاره چې تر ډېره د سفیرې د لور سرپرستي کوي، ورکول کېږي.

دی وايي، د ۱۳۹۸ مالي کال لومړۍ ربعې د سفارت د استحقاق پاڼې کاپي له مخې سفیرې ته د درېیو میاشتو یا یوې ربعې لپاره ۲۱ زره او ۸۹۴ ډالره ورکول شوي چې د میاشتې ۷ زره او ۲۹۹ ډالره کېږي، خو په ۱۳۹۹ مالي کال له پیله یې تنخوا ۶۰۰ ډالره لوړه چې اوس یې تنخوا د میاشتې ۷ زره او ۸۹۸ کېږي.

هغه زیاته کړه، ۵ زره او۲۰۰ ډالره یې دوو تنو موټرچلوونکو، ۱۸۰۰ ډالر یې د کور باغبان‎، ۸۷۰ ډالره یې د لامبو د حوض د پاک ساتلو، ۲ زره او ۱۱۶ ډالره یې روغتیايي بېمې او یو زر او ۲۳۳ ډالره د دسترخوان لګښت چې د رسمي بلنو لپاره ترې ګټه واخلي خو سفیره یې په نقدي ډول ترلاسه کوي.

سرچینه زیاتوي، ۲ زره او ۲۱۰ ډالره د سفارت د ډیپلوماټانو د مېلمستیاوو میاشتنی امتیاز دی خو د سفیرې لخوا په شخصي ډول کارول کېږي.

د سرچینې په وینا، د سفیرې د کور، برېښنا، انټرنیټ، ټیلیفون، خوراک، څښاک، لباس آن د آرایش لګښتونه د سفارت د حسابونو څخه اجرا کېږي چې هره میاشت تر ۷ زرو ډالرو پورې رسېږي.

ددې باوجود سرچینې وویل:”د سفیرې مسلکي ضعف او مدیریتي کمزورۍ په امریکا کې د افغانستان د پالیسي د ناکامۍ سبب شوی، حکومت ته پکار ده چې د نوموړې لپاره د دومره پراخو امتیازاتو پر کمښت اقدام وکړي.”

هغه وايي، څېړنیز بنسټونه او د فساد د مخنیوي اړوندې ادارې دې په دې برخه کې بېړنی اقدام وکړي.

د یوه رارسېدلي سند له مخې، سفیرې له سفارت څخه ۳زره او ۷۰۰ ډالره نغدې پیسې اېستلي چې دا یې په دې ډول حق نه لري او باید سفارت ته یې بېل ورکړی وای او یا یې سفارت د اړوندو لګښتونو لپاره اجراات کړي وای.

تاند په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د هغه مکتوب کاپي ترلاسه کړې چې په کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري ریاست ته لیکلي شوي چې د ۲۰۱۹ کال د جنوري له لومړۍ نېټې د مې میاشتې تر ۳۱مې پورې ۴۲ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالره د پنځو میاشتو لپاره د سفیرې د اوسېدو د ماڼۍ کرایه کېږي چې د سفارت له عوایدو اجرا شوې خو وزارت دې ورته دغه پیسې او د بل نوي کال کرایه هم ولېږي.

د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري ریاست څځه د یاد سفارت ۱۳۹۸ کال، غويي میاشتې ۳۱ مې نېټې د ۲۵۷ مې ګڼې مکتوب په ځواب کې لیکل شوي چې د سفارت یوه بانکي حساب ته یې د ۱۳۹۸ کال چنګاښ ۱۸ مه نېټه ۱۰۲ زره امریکايي ډالره یې د سفیرې د اوسېدو د ودانۍ د یو کلنې کرایې لپاره استولي دي.

د سفارت د یوه بل مکتبوب کاپي ښيي چې سفارت له اټنا( Aetna) شرکت سره د ۱۳۹۸ کال مرغومي میاشتې له ۱۱مې د ۱۳۹۹ کال مرغومي میاشتې تر ۱۰مې پورې د ډېپلوماټانو د روغتیايي بیمې تړون د بیا غځولو لپاره د ۳۹۰ زره، ۴۹۳ او ۶۸ امریکايي ډالرو په ارزښت یو تړون کړی دی.

په دغه مکتوب کې راغلي، په تړون کې د یو کال لپاره د سفارت ۱۶ تنه ډېپلوماټان چې ۷ کورنۍ، ۶ مجردان او ۳ تنه ښځه او مېړه ګډون لري، بېمه دي چې یادې پېسې دې سفارت ته په وخت ولیږلي شي ترڅو جرېمه ونه ګالي.

د بهرنیو چارو وزارت د یوه سند کاپي له مخې د ۱۳۹۷ مالي کال له پیله واشنګټن کې د افغانستان سفارت د ټولو کارکوونکو میاشتنی تنخوا باید ۴۵ زره او ۱۰۰ امریکايي ډالره وه اوسي. په یاد سند کې د سفارت له مسوولینو غوښتل شوي چې د یادو پیسو او د کارکونکو کاري تړونونو په نظر کې نیولو سره دې میاشتنۍ تنخوا ورکړل شي.

خو د دغه وزارت په بل سند کې راغلي، د سفارت د غوښتنې له مخې د ۱۳۹۸ مالي کال د کارکوونکو په تنخوا کې لس سلنه ډېروالی راغلی چې د ټول کارکونکو میاشتنۍ تنخوا ۴۹ زره ۶۱۰ امریکايي ډالره ته لوړه شوه نو د کارکونکو تنخوا دې د یادو پیسو له لوري وټاکل شي.
سرچینه زیاتوي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د اړیکو ټینګېدو لپاره د میاشتې ۲۰ زره ډالره د ډي اېل اې پایپر(DLA Piper) په نوم یوې حقوقې کمپنۍ ته ورکول کېږي چې بهرنیو چارو وزارت پرې خبر نه دی.

سرچينه وايي، یادې پیسې د مالیې وزارت له لوري د سفارت په وسیله یادې کمپنې ته ورکول کېږي ترڅو سفیرې ته له بهرنیانو سره لیدنې جوړې کړي خو له دې لارې هغه کمپنې د افغانستان اسرارو ته لاسرسی هم پیدا کوي.

سرچینې زیاته کړه چې له یادو پیسو پرته واشنګټن افغانستان سفارت ته په هره ربعه کې ۶۰ زره امریکايي ډالر د اړیکو د سمون لپاره ورکول کېږي خو سفیره یې د شخصي موخو لپاره کاروي چې د سفارت څو تنه کارکوونکي هم ورسره شریک دي چې د میاشتې ۲۰ زره ډالره کېږي.

دغه راز د سفارت د یوه بل مکتوب کاپي ښيي چې دغه سفارت مالیې وزارت ته د لابي یا د اړیکو جوړلو یو میلیونو، ۹۹ زره او ۹۰۰ امریکايي ډالرو د ترلاسه کېدو په اړه ډاډ ورکړی دی.

پورتنیو معلوماتو ته په کتو سفیره رویا رحماني هره میاشت ۵۲ زره او ۷۳۵ امریکايي ډالره چې په ورځني ډول تر ۱۷۶۰ امریکايي ډالرو پورې او ټوټال ۴ میلیونه او ۶۰ زره افغانۍ کېږي.

په پرتلیز ډول د مېرمن رحماني میاشتنۍ تنخوا او د نوموړې لخوا کارېدونکې بودجه د یوه ښوونکي تر میاشتنۍ تنخوا ۳۳۸ ځله زیاته ده. پر دې بنسټ ویل کېدلای شي چې نوموړې هره میاشت د ۳۳۹ تنو ښوونکو د تنخوا معادل بودجه د امتیاز په توګه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د نړۍ د بې وزله هیوادونو په کتار کې دی او په روان ۲۰۱۲ کال کې یې د څلوېښت سلنه وګړو اقصتادي وضعیت د فقر تر کرښه لاندي اټکل شوی دی، په واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې امتیازات د پوښتنې وړ دي.

5 COMMENTS

  1. داهم باید له یاده ونه وځی چی رحمانی هروخت کانادا ته روانه وی . یوې بلې ان جو والا هم په ملګرو ملتو کی ددایمی سفیرې په نوم ځان غلی کړی چې په ډاګه دیپلوماتیکو لارو چارو ته سپکاوی دی ملت څه حال کې دی خو دغه افه ګانی سیاسی او ديبلوماتیکو زده کړو ته ضرورت لری

  2. دا یو بازرگانی خبر دی. اوس پلان دا دی چی دا محترمه په کور کښينوی او د ارګ ملا لنډی هلته سفير کړی خو لا ورته لاره نه جوړيږی. ښه د نانځکو لوبه روانه ده. يو وخت د واشنګټن سفارت کی پخوانی صدراعظم او د مساوات د حزب فکری رهبر هاشم ميوندوال سفير وو اوس راشه دا جينګی داړی وګوره چی حيرانه ده چی په ځان څه وکړی.

  3. د خیرات او وطنفروشی د عاید مصرفول یوه خبره ده او د یو سفارت چلول بله خبره ده.
    که سفارت وی نو دهغه مصارف هم باید ومنل سی. زه د افغانستان د دیپلوماتیک کارونه خبر نیم نو ځکه هراړخیز نظر نسم ویلای. دا چه د مصارفو لیست دروغ ده او که رښتیا نو دهغه په هکله ښه واضح معلومات ندی ورکړ سوی. خو د یو سفیر معاش او شخصی مصارف که امتیازی نوی باید تر اعتراض لاندی رانسی. امریکایی ژوند باید د افغانیو په حساب مقایسه نسی. مزاق دی چه افغانان چه هر چیرته ولاړسی نو د افغانیو په حساب ژوندکوی.

  4. لنډه خبره داده چې په دې بېوزله او جګړه ځپلي هېواد کې لوی خیانت روان دی. چا چې بهرني هېوادونه ندي لیدلي نو فکر کوي چې دلته به د یوه تن یا یوې کورنۍ لګښت د میاشتې په لسهاوو زره ډالره وي، چې داسې نه ده. زمونږ اکثر سفیران او سفیرانې د غلا او فساد په ناروغۍ اخته دي او په راز راز بهانو د دولت له شتمنیو غلطه ګټه پورته کوي. مننه

  5. په واشنګټن کی د افغانی سفارت د لګښتونو صورت حساب نور ډېر پاک او قانونی دی
    خو
    د لامبو د حوض حساب باید په دقیقه توګه تسویه او تصفیه سی
    معنی
    که یو لامبو کوونکی سفیر لڅه…. لامبو کوی د لګښت څرنګوالی ئې باید یو ډول حساب سی او که د جامو او بوټو سره لامبو کوی نو د لګښت څرنګوالی ئې باید په بله توګه حساب سی البته د لامبو مهارت او نه مهارت هم د حوض پر لګښت اغیزه درلودای سی.
    توبه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب