یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېچاپیریالغږیزه ککړتیا او زموږ په ژوند یې منفي اغیزې

غږیزه ککړتیا او زموږ په ژوند یې منفي اغیزې

ليکوال: ضيا الرحمن الکوزى

د ژوند چاپیریال تر هغه وخته پورې سالم پاتې کیږي چې  د چاپیریال عناصر سالم وي، هر کله چې د چاپیریال عناصر ککړ شي نو د ژوند چاپیریال هم ور سره ککړ او ناسالم شي.

همدارنګه د افغانستان د چاپیریال ساتنې قانون اتمه ماده هم داسې صراحت لري هغه شخص چې د ژوند د چاپیریال د ککړتیا باعث کیږي مکلف دى چې د هغه کار او فعالیت څخه ډډه وکړي. خو په خواشينۍ سره زموږ په هیواد کې خصوصاً کابل ښار کې داسې بې نظمه او بې قانونه کړنې کیږي چې په ډیره بې رحمانه توګه يې د کابل ښار د اوسیدونکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړى دى او داسې څوک نشته چې د دغو ناوړه کړنو مخنیوى وکړي تر څو د کابل ښار اوسیدونکي سالم چاپیریال ولري.

زموږ د چاپیریال یوه بله ککړتیا چې زموږ ژوند یې د سختو ګواښونو سره مخ کړی دی د غږیزې ککړتیا څخه عبارت ده. 

عموماً چاپیریالي ستونزي د صنعتي انقلاب زیږنده دي، نو ویلی شو چې غږیزه ککړتیا هم د صنعتي انقلاب زیږنده ده او له دې ککړتیا څخه هغه څوک ډیر زیانمن کیږي چې په داسې کارخانو او فابریکو کې کار کوي چې لوړ غږ ورڅخه تولیدیږي. د لوړ غږ په لومړیو ورځو کې اغیزې کمې وي چې د وخت په تیریدو سره ډيريږي، چې د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو د اوریدلو د حس د له منځه تللو سبب ګرځي.

غږیزه ککړتیا: 

غږيزه ګګړتيا د هغه نا خوښه اوازونو څخه عبارت ده چې د انسانانو، حیواناتو، موټرونو، طیارو او د نورو پټرولي، ډیزلي او برقي ماشینونو څخه منځ ته راځي چې د انسانانو، حیواناتو او مرغانو د ژوند توازن متأثره کوي. او یا هم غږیزه ککړتیا هغه نا خوښ غږونه دي چې د انسانانو او حیواناتو غوږونو ته مضر یا نه خوښونکي وي.

په عمومې توګه غږیزه ککړتیا په ښارونو کې په ډيره اندازه لیدل کیږي. په ښارونو کې ډول ډول نا خوښ اوازونه لکه د وړو او لویو موټرو اوازونه، د سړکونو په شاوخوا کې د پلورونکو اوازونه، د جينيريټرونو اوازونه، د فابریکو اوازونه، د ملکي او نظامي جهازونو اوازونه، همدارنګه د ساختماني او تخنیکي فعالیتونو د اوازونه هم د ښار د اوسیدونکو د ارامتیا د مخنیوي سبب شوي دي. چې په اوسني وخت کې دغې ککړتیا د کار په ټولو ډګرونو کې ځای موندلی دى او د ټولو کار کوونکو ژوند یې له سختو ګواښونو سره مخ کړی دى. زموږ سپیڅلي دین له لومړي سر څخه دې موضوع ته پاملرنه کړي ده او موږ ته یې د مخنیوې په هکله ځانګرې لارښوونې کړي دي او انسانان یې له ناوړو اوازونو څخه په سخته منع کړي دي تر څو نورو ژوندیو موجوداتو ته د ضرر او تکلیف لامل نشي. همدارنګه الله (ج) زړه بدوونکي، خراب، مضر، خطرناک او د اړتیا څخه زیات غږونه بد ګڼلي او لوړ غږونه یې د خره یا مرکب له غږ سره تشبیه کړي دي. 

چاپیریالي څیړنو ښودلې ده چې لوړ او تیز غږونه د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو په ژوند باندې بدې اغیزې لري او په عموم کې لوړ غږ په انسانانو مستقیمې او غیرې مستقیمې اغیزې لري. مستقیمې اغیزې لکه د لوړ غږ مستقیمه اغیزه د انسانانو د غوږ د اوریدلو د حس کموالى او په زیات شدت سره کڼوالى رامنځه کوي.

غیرې مستقمې اغیزې لکه عصبانیت، عصبي شوک، سر درد، قبضیت، جسمي او روحي خستګي، ویره، د خوب نشتون، د زړه ضربان زیاتیدل، د وینې فشار لوړیدل، د هاضمې سیسټم خرابیدل، د جنسي قوې کمزورتیا، او حتی د ځان وژلو باعث هم کیږې. لوړ او اوچت غږونه په نویو زیږیدلو ماشومانو ډیرې منفېګي اغيزې لري لکه د ماشوم بې وخته پیداکیدل، کم وزنه، معیوب او حتی د جنین د سقط سبب هم کیږې.

هغه ښځې چې اميندوارې وي باید د ۱۵- ۶۰ ورځو پورې د ډیر شور څخه ځان وساتي ځکه چې په دې وخت کې اندامونه، اعصاب او د بدن نور غړي د جوړیدو په حالت کې وي او لوړ غږونه د اميندوارو ښځو د استرس سبب ګرځي چې دغه استرس د رحم رګونه چې جنین ته غذایي مواد او اکسیجن د رسولو دنده لري تنګوي نو ځکه بیا نوی ماشوم د کم وزن سره دنیا ته راځي.

لوړ غږونه د حیوانانو په ژوند باندې هم ډیرې منفي اغیزې لري لکه د حیوناتو مهاجرتونه، د حیواناتو د غوږو څخه وینه راتلل، د جنین سقط، بې اشتهایي، په شیدو ور کوونکو حیواناتو کې د شیدو کموالى او د حیواناتو د عمر لنډوالې سبب ګرځي. څیړنو دا ثابته کړې که چیرته ځينې حیوانات د ۱۶۰ – ۱۵۰ ډیسېبل غږ سره مخامخ شي نو د هغوی د مړینې لامل ګرځي او دا حیوانات مخکې له دې چې په مرګ محکوم شي د فلج او خفګان لامل ګرځي.

باید ووایم چې لوړ غږونه د نباتاتو په ژوند هم منفي اغیزه لري چې د ودې او انکشاف د مخنیوي سبب یې ګرځي، لکه په شنو خونو کې روزل شوي نباتات د موسیقۍ له اواز سره ښه وده کوي نو همدارنګه د ناخوښه او مضرو غږونو له امله سمه وده نشي کولى.

د غږ د اندازه کولو واحد د ډیسیبل څخه عبارت دی چې دا یو عددي واحد نه دی بلکې مقیاسي واحد بلل کیږي چې مخفف یې په Db باندې ښودل کیږي، په هره انداره چې ډیسیبل لوړ وي په هماغه اندازه اواز لوړیږې.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO لخوا د ورځې لخوا د اواز اندازه ۴۵ ډیسیبل او د شپې لخوا ۳۵ ډیسیبل ښودل شوې ده او هر هغه اواز چې د ۸۰ ډیسیبل څخه زیات شي مضر او خطرناک بلل کیږي چې په لومړيو وختونو کې موقتي او بیا وروسته د دایمي اوریدلو ستونزه را منځته کیږې. د غږ د زغم نارمل اندازه ۸۰ ډیسیبل ښودل شوې ده خو د ډیر وخت لپاره د موقتي او دایمي زیان سبب کیږي. 

د اوریدلو د حس له لاسه ورکول د ۷۰-۹۰ ډیسیبل څخه پيل کیږي او د ۱۳۰ -۱۴۰ ډیسیبل د غوږ د درد سبب کیږي ځکه دغه اندازه لوړ غږ د غوږو پردې په شدت سره اهتزاز کوي او که چیرته د غږ اندازه ۱۵۰ ډیسیبل ته ورسیږې نو د غوږونو د هډوکو د زیانمن کیدو سبب ګرځي او همدارنګه په ۱۸۰ ډیسیبل کې د انسانانو او حیواناتو د مړینې سبب ګرځي.

د غږیږې ککړتیا مخنیوي!

د غږیزې ککړتیا ناوړو اغیزو ته په کتو سره دا اړینه بلل کیږي چې د مخنیوي لپاره یې باید جدي پاملرنه وشي. 

خصوصاً د هستوګنې ځايونه، روغتونونه، وړکتونونه، مدرسي، ښوونځي، پوهنتونونه، ښاري پارکونه او ځینې نور عامه ځایونه چې ګنه ګوڼه په کې ډیره وي پکار ده چې د لوړو او خرابو اوازونو سرچینې کنټرول شي، او باید د WHO د سټنډرډ اندازې نه چې ۵۵ ډیسیبل ښودل شوې د غږ اندازه زیاته نشي. که چیرته د یو ښوونځي، وړکتون، مدرسې، روغتون او نورو دولتي ادارو کې د غږ اندازه د ۵۵ ډیسیبل څخه زیاته وي نو د انجینري تخنیکونو په اساس کولی شي چې په دې حالت کې دا اندازه ۴۰- ۴۵ ډیسیبل پورې را ټیټه کړي.

د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره باید دغه لاندې لارې چاري په جدي توګه عملي کړل شي:

۱: په صنعتې فابریکو کې باید د غږ د ټیټوالي دستګاوي ولګول شي.

۲: د ټرانسپورټي وسایلو لپاره باید داسې سړکونه جوړ شي چې د هارن وهلو ته اړتيا پیدا نشي.

۳: د ایمرجنسي او نورو خطرناکو هارنونو څخه باید هر شخص ګټه وانخلي او له بې ځایه هارن وهلو نه باید مخنیوي وکړي. 

۴: د روغتونونو، ښوونځيو، مدرسو، وړکتونونو، او پوهنتونونو په شاوخوا کې بايد د هارن وهلو څخه ډډه وشي.

۵: نجاري، ولډینګکاري، او داسې نورې تولیدي دستګاوې باید د هستوګنې ځایونونه ته نږدې جوړې نشي.

۶: د ښار په سړکونو، فرعي کوڅو، او د کورونو په شاوخوا کې باید ونې وکرل شي او شنې ساحې رامنځته کړل شي تر څو یو پاک او ارام چاپیریال رامنځته شي. د یوې څیړنې په اساس چې نباتاتو باندې تر سره شوې ده، دا جوته شوې چې د بلوط، چنار، کاج، او شمشاد ونې د نورو ونو په پرتله د غږیزې ککړتیا په مخنیوي کې ډیره مرسته کړې ده. 

وني نه یوازې دا چې د غږیزې ککړتیا په مخنیوي کې ستر رول لوبوي بلکې ځینې نوري ګټي هم لري، لکه: 

– د لمر مضره وړانګې جذبوي.

– د خاورې د تخریب مخنیوى کوي.

– په ګرم موسم کې د سیوري حالت رامنځته کوي او د هوا د حرارت په کنټرولولو کې ډیر مثبت رول لري.

– د هوا په پاکوالي کې خاص رول لري.

– ګرد، غبار او کاربن ډای اکساید جذبوي او اکسیجن تولیدوي.

په اخر کې باید ووایم چې دولتي چارواکې، د چاپیریال ساتنې اداره، ښاروالي او نورې مدني ټولنې باید د چاپیریال زرغونتیا او پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو د یو پاک او سالم چاپیریال څښتنان شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب