پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+د افغانستان حالت: د علت او معلول فلسفه (Cause and effect)

د افغانستان حالت: د علت او معلول فلسفه (Cause and effect)

شاه محمود میاخېل

کله چې یوه جګړه لکه افغانستان څو لسیزې اوږده شي او په دې تحولاتو کې عینې اکټران سره بدلیږي رابدلیږي، د علت او معلول د فلسفې په اساس د پاک او ناپاک، د ښو او بدو محاسبه مشکله کیږي ځکه د یوې دورې کړنې د بلې دورې د ناخوالو زیږنده وي.

که د احزابو قانون د دیموکراسې په لسیزه کې تصویب شوی وې او مشروطه شاهي حکومت خپلې دندې سمې ترسره کړې وې، د داود خان کودتا ته به زمینه نه مساعد کیدلې. که داود خان جمهوریت اصول مراعات کړي وای او د مطلقه شاهي حکومتونو په توګه یې حکومتولي نه وای کړې، نو د ثور کودتا به نه کیده.

که د خلق دیموکراتیک ګوند (خلق او پرچم) ملي ارزښتونه د پښو لاندې کړې نه وي، په پولوګونو کې یې وژنې نه وې کړي، په حکومتولې کې د قدرت انحصار او د نفې سیاست پالیسي نه درلودې، نو زیات افغانان به نه مجبوریدلې چې د ګاونډیانو او نورو هیوادونو په لمنو کې غورځیدلي وې. همدا شان افغانستان به د سوړ جنګ ډګر نه وې.

که مجاهدینو په واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا عمل کړې وې، کابل به نه ورانیدلې او په لکونو افغانان به د ګلجم او سکربیست په نومونو د کورني جګړو له امله نه مهاجر کیدلې.

که طالبانو ظلمونه نه وې کړي، القایده او نورو ترورستي ډلو ته یې ځای نه وې ورکړې، د تعلیم او پرمختګ مخه یې نه وې نیولې او د م زرما ټوله زما پالیسي یې د حکومتولۍ لپاره نه درلودلې، نو د امریکاپه مشری به ناتو، ګاونډیانو او نورو هیوادونو په فغانستان کې مداخله نه کولې.

که د جمهوریت په دور کې د سیاسونو سره د معامله ګرې په عوض د قانون حاکمیت ته توجه شوې وې، سیاسي او اداري فساد اوج ته نه وې رسیدلې، د افرادو د پړسولو په عوض د موسساتو د تقوی لپاره کار شوې وې، نو طالبان به بیا نه راتللې.

که طالبانو په دویم ځل د تیرو تجربو نه عبرت اخستلې وې، بیا یې د م زر ما ټوله زما پالیسې نه وې اختیار کړې، اسلامي، افغاني او انساني ارزښتونه یې د پښو لاندې کړي نه وې، اوس به یې ملي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړې او افغانستان به د موجوده ستونځو سره نه وې مخامخ.

په دې توګه د طالبانو لاسونه د تیرو لاسونو نه زیات ناپاک دي او ورځ تر بلې نور هم چټلیږي، نو دوی هیڅکله نه شي کولې چې عمري عدالت په خپلو غړو او یا نورو تطبیق کړي.

که په تیرو ډیر بحث وشي نو ټولې خواوې لکه اوس به په تیرو چقلو او پلندیو کې نښتي پاتې وي او یا بهټول په ماضي کې اوسیږي او د اوس او راتلونکې لپاره به د هیچا سره نسخه نه وي.

یوازنې لار، د قانونمند حکومت تشکیل د منل شوي اساسي قانون په بنیاد دی چې هغه هم یوازې د افغانانو ترمنځ د معنا داره ډیالوګ له لارې امکان لري.

البته هغه کسانو چې په هر پیر کې دولتي مال غلا او غضب کړې وي او یا یې د چا شخصی حق خوړلې وي، هغه کیدې شي چې د قانون په چوکاټ کې د قانونمند حکومت له لارې ورسره محاسبه وشي.

که داسې نه وي، یو ډله به د بلې ډلې نه زیات جنایت کوي او د جنګونو، ناخوالو او نیابتي جګړو لړۍ به همداسې په افغانستان کې دوام پیدا کوي. افغانان به د دې جګړو سون مواد وي او نور به د افغانانو د مجبورتونو نه سؤ استفاده کوي. په دغه ډیاګرام کې دا مسله ښه تشریح شوې ده.

3 COMMENTS

  1. ډيره ښه هم انتقادي او هم اصلي ټكو ته اشاره شوېده . په زړه پورې ليكنه ده . كيداى شي په دې باب تفصيلي بحث هم وشي .

  2. لیرې به نه ځو تاسې د علت او معلول تړاو یودبل سره دانترنت کاپی شو ی ګرا ف کې په کوم علت کې څېړی؟
    تاسې په خپله دعلت او معلول یو په ډانګ پیلی مثال یاست نو تاسې دا مجهول بحث دچا لپاره د تاند له لا رې خپورکړی؟
    وا ېې:
    همه کارم زخودکامی ببد نامی کشید اخر
    نهان کی ماند رازی کزو سازند محفلها
    علت او معلول دو پدیدی دی او ځانګړی منطقی فلسفی بحث دی چې خپل بحث لری.

  3. میاخیل صاحب د فاجعی او فاجعو سطحه تشریح کړیده او عُمق ته ئی د داخلیدو توان نلری.
    فقط یو وړوکی تمثیل:
    یوه څو کسیزه شتمنه کورنی ( کوم چی جیبونه او خورجینان ئی د طلا څخه ډک دی د سفر په اوږدو کی د غښتلو غښتلو او ماهرو غلو سره مخامخ کیږی او ماهر غله ځانونه غله نه ګڼی بلکه د شتمنو مسافرو سره د مرستی د ادعا په سیوری کی شتمن مسافر اِغوا کوی او د داسی حالت سره ئی مخامخ کوی او داسی تلقین ورکوی چی ګواکی د نورو واقعی! غلو د حملو څخه ئی ژغوری او مسافر بیچاره ګان هم دداسی وضعیت سره مخامخ کیږی چی د جیب او خورجین د شتمنی څخه بیزاره او فقط یوازنی هیله ئی ژوندی پاتی کیده وی.
    بناً
    د ۳۰ میلونو انسانانو غوښتنه او هیله به حتماً محترمه وی خو ستونزه دا ده چی د غربی غلو خصوصاً انګریزانو او امریکائیانو هیله او غوښتنه بالکل د ۳۰ میلونو انسانانو د هیلو او غوښتنو سره ژور او پراخ توپیر لری چی هیله ده د سیمه ایزو او نړیوالو ژورو بدلونونو په رُڼا کی افغان بیچاره ته د یو نوی ژوند د پیل زیری ورکړه سی.
    غرب خو سخته ناځوانی را سره وکړه، ولیدل سی نوی ” شرق ” به دی نتیجی ته ورسیږی چی د افغان سوکالی د شرق د سوکالی د تضمین سره مستقیم تړاؤ لری؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب