جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهله بلغاریا څخه د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو جسدونه نن کابل ته...

له بلغاریا څخه د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو جسدونه نن کابل ته ورسیدل

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۳ مه ) د طالبانو بهرنیو چاروزارت نن کابل ته په بلغاریا کې د مړو شویو ۱۸ افغان پناه غوښتونکو د جسدونو د لېږد خبر ورکړ.

د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، چې اروپا ته پر قاچاقي لارو د تلونکو دغو افغان پناه غوښتونکو جسدونه د اداري او بانکي اسنادو د ځنډني پروسس له امله له مړینې شاوخوا درې میاشتې وروسته کابل ته ولېږدول شول.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، بهرنیو هېوادونو ته په قانوني او غیر قانوني او قاچاقي لارو د سلګونه زره افغانانو د وتو لړۍ چټکه شوې.

طالب چارواکي له وړاندې هېواد نه وتي خلک هم هېواد ته وربولي او د بشپړ امنیت او آرامه ژوند ډاډ ورکوي، خو خلک وایي چې دوی په هېواد کې شته خلک هم له سخت استبداد سره مخ کړي او د ژوند شرایطو له خرابولو سره یې هېواد پریښودو ته اړ ویستي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب