پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهکندهار: ۶ تنه د لواطت او زنا په تور په درو وهلي

کندهار: ۶ تنه د لواطت او زنا په تور په درو وهلي

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۳ مه ) د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کې نن طالبانو ۵ تنه د لواطت او یو تن د یوې واده شوې ښځې د تښتولو په تور په درو وهلي دي.

د طالبانو د رژیم سترې محکمې ادعا کړې، چې دغو کسانو پر خپله خوښه، پر دوی لګول شوي تورونه تایید کړي دي.

د دوی د هویت او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د شرعي حدودو د تطبیق په نوم ډېر کسان په عام محضر کې، په همدې ډول مجازات شوي.

د طالبانو منتقدانو او د بشري حقونو مدافعینو دا ډول مجازات د بشري حقونو نقض او صحرایي محکمې ګڼلي، خو طالب رژیم له دغو مجازاتو له دفاع سره ویلي، چې په دې ډول شریعت ښه تطبیقیږي او عدالت تامینیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو یو شمېر مشهورې څېرې هم په اخلاقي جرمونو تورن دي، خو خلک وایي هغوی د ورته مجازاتو پر ځای ټلویزوني بحثونو ته د طالبانو په استازیتوب ورځي او د طالبانو له عزت او ملاتړه برخمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب