شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهیوه روغ شوي هیروین څکوونکي قرآنکریم خطاطي کړی

یوه روغ شوي هیروین څکوونکي قرآنکریم خطاطي کړی

تاند:(چار شنبه ، د جوزا ۳ مه ) د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وایي، چې د دوی لخوا یوه تداوي شوي هیروین څکوونکي قرآنکریم خطاطي کړی او روغ شوی.

د دغه وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي ویلي، چې دا مخکینی معتاد احمدرضا شیرزاد نومیږي او مخکې یې تر پول سوخته لاندې ژوند کاوه.

د هغه په وینا، شېرزاد د قرآنکریم خطاطي د معتادینو د درملنې په مرکز کې کړې ده.

 د طالب مقام په وینا، یاد شوي کس ته یې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د دندې ژمنه هم ورکړې ده.

طالبان د زرګونه معتادینو درملنه او د کابل مختلفې سیمې ورڅخه پاکول خپله یوه لویه لاسته راوړنه بولي، خو منتقدین یې دا هڅې تبلیغاتي یادوي او وایي د دوی د افراطي او استبدادي قیوداتو او واکمنۍ له لاسه ډېر نور خلک پر نیشو او رواني ستونزو اخته شوي.

3 COMMENTS

  1. مننه کوو او ملاتړ يې کوو موږ ټول افغانان د داسې کارونو

  2. هر چا چه د دی معتاد په رغولو که کوشش کړی الله ج د اجر ورکړی یقینا ډیر لوی کار شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب