شنبه, اپریل 20, 2024
Home+کرونا لاړه خو انلاین زده کړې لا هم دوام لري

کرونا لاړه خو انلاین زده کړې لا هم دوام لري

تاند- په ۲۰۲۰ کې د هغو کسانو شمېر چې د لیسانس دورې زده کړې یې انلاین کولې، تر ۲۰۱۹ کال ۱۸۴ سلنه زیاتې شوې.

په ۲۰۲۰ کې، چې په نړۍ کې کرونا خپره وه، په ډیرو هیوادونو کې پوهنتونونه او ښوونځي بند شول او ډیرو انلاین زده کړو ته مخه کړه.

د۲۰۲۰ تر مني پورې په نړۍ کې د ټولو هغو کسانو، چې د لیسانس دوره یې په پوهنتونونو کې لوسته، شاوخوا ۷۵ سلنه انلاین شوه.

په مجموع کې په ۲۰۲۰ کې ۷۱ میلیونو زده کوونکو او محصلانو انلاین زده کړې کولې خو په ۲۰۲۱ کې ۹۲ میلیون تنو انلاین زده کړې کولې.

په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کې دا شمېر کم شو خو لا هم ډیرو ته د انلاین زده کړو عادت پاتې شو. اوس د نړۍ ډیر پوهنتونونه هم انلاین اوهم حضوري زده کړې لري.

په ۲۰۰۳ میلادي کال په هرو لسو محصلانو کې یوه تن لږترلږه یو کورس یا یو سیمستر د انترنت له لارې وایه.

د بابسن څېړنیزې ډلې ( Babson Survey Research Group) له هغې سروې سره سم چې په ۲۰۱۲ کې یې کړې وه، په نړۍ کې شپږ ملیونه او اووه لکه تنه په امریکايي پوهنتونونو کې انلاین یا د انترنټ له لارې زده کړې کولې.

د دې ځېړنیزې ډلې په وینا انلاین زده کړو ته د خلکو لېوالتیا په زیاتېدو ده او په راتلونکو کلونو کې به د اسیا په شان د نړۍ په هغو سیمو کې هم زیاتې شي چې لا په دې طریقه زده کړې عامې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب