پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهجلالي: طالبان د په رسمیت پېژندلو چانس نه لري

جلالي: طالبان د په رسمیت پېژندلو چانس نه لري

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۳ مه )  د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټر علي احمد جلالي باور لري، چې د طالبانو رژیم د نړیوالو له لوري د په رسمیت پېژندلو چانس نه لري.

ښاغلي جلالي په یوه تازه ټلویزوني مرکه کې وویل: نړیوال او افغانان له طالبانو ټول ګډونه یا  انتخابي دولت غواړي. دا دولت به یا د ټاکنو، یا سیاسي اجماع او یا لویې جرګې له لارې جوړیږي، چې طالبان یې د هیڅ یوه منلو ته نه دي چمتو او بایلونکي یې دي.

جلالي، چې د امریکا په دفاعي پوهنتون کې استاد دی وایي طالبان باید ټول شموله حکومت داسې تعریف نه کړي، چې د نورو قومونو یا ښځو څو کسان پکې سرکاتبان یا پر نورو دندو وګماري؛ بلکې ټول شموله حکومت هغه ته ویل کیږي، چې د ټولو افغانانو اراده، فکر او نظر پکې په هره کچه شامل او تمثیل شي.

ډاکټر جلالي زیاته کړه، چې طالبان له نړیوالو دوی سره د تعامل ټینګار ځکه کوي، چې د په رسمیت پېژندلو تمه نه لري او لرلای یې هم نه شي.

د هغه په باور، یو شمېر هېوادونه له طالبانو یا افغان خاورې د خپلو امنیتي اندیښنو د رفع کیدو یا افغانستان سره د تجارتي او نورو اړیکو له خاطره طالبانو سره تعامل لري.

جلالي د طالبانو واک ته رسیدل او تر اوسه دوام ظاهراً پر خلکو له زور حاکمولو سره تړلی وباله، خو ویې ویل دې ته په کتو سره چې زور بقا نه لري، طالب رژيم هم د دوام وړ نه دی.

طالبان د ځان په اړه داسې تبصرې بې بنسټه بولي او ادعا لري، چې رژیم یې ټول شموله، د خلکو د خوښې وړ او دوامداره دی.

3 COMMENTS

  1. هغه حکومت چی ته هم پکی وی تول شموله غل شموله چورشموله او لندغر شموله ؤ اوتا هم پکی خبله ګوته وکړه داشغال شموله سره ولاړی او ستاسی له منهوسو قوارو څخه افغانان نفرت لری خدای مو تباه او برباد لره

  2. پاملرنه/نصيحت
    پرونۍ څرګندونې مو ……
    ښه به دا وي چې په راتلونکې کې بيا هغه ډول څرګندونې ونه کړې او له خپلو پولو وانه وړې.
    تاسې خپله پوهېږئ چې زما موخه څه ده؟
    په درنښت

  3. جلالی
    هم دپوهنتون داستاد تر عنوان لاندې همدغه شهید جنګ او جګړو خوړلې هېواد ته ځان من او خروار ښیې حال داچې جلالی او پوهنتون ډیر سر ه لیرې دی موږ تل دغه ملت په همدې عنوانو تیر ویستلی .
    کوم پوهنتون او کوم مضمون کوم مسلک کې تدریس کوی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب