پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهعمران خان: پر پاکستان د ځنګل قانون حاکم دی

عمران خان: پر پاکستان د ځنګل قانون حاکم دی

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۳ مه )  د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د بهرنیو چارو د پخواني وزیر شاه محمود قریشي د بیا نیولو اعلان وکړ او ویې ویل چې په دغه هېواد کې د ځنګل قانون حاکم دی.

نوموړي لیکلي، چې د دغه ګوند د کارکوونکو او پلویانو په څېر د پاکستان تحریک انصاف مرستیال شاه محمود قریشي هم په ضمانت له خوشي کېدو وروسته بېرته نیول شوی دی.

خان زیاته کړه: “د ځنګل قانون پر موږ حاکم دی، زور په حق دی، یوازینی شی چې په لاره کې ولاړ دی زموږ ستره محکمه ده. “

 د پاکستان حکومت او پوځ د عمران خان تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

تمه کیږي، چې په نیږدې ورځو کې خپله عمران خان هم بیا ونیول شي.

د هغه د مخکیني ځل د نیول کیدو پر ضد پراخ متشدد لاریونونه وشول، چې یو شمېر کسان پکې ووژل شول او د عمران خان شاوخوا څلور زره پلویان بندیان شول.

1 COMMENT

  1. دادپاکستانى بي ننګه اوپرخپلو خلکوـدجابر پوځ تاريخى عادت دى چى کله ددوى شخصى ګټى تهديد سى نو پرملکيانوـډنډه مارى ته ملا وتړى اوغيرت هغه وو چى د يو غير پوځى امريکايى په تهديد يى سلاح وغورځول اويا دحربى تاريخ په اوږدو کى ترټولو بيسارى بى ننګى چى ديولک عسکرو څخه يى په بنګله ديش کى دريشى وايستلى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب