پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeداسې هم شتهساینسبوینګ د نړۍ تر ټولو قوي توغندي جوړوي

بوینګ د نړۍ تر ټولو قوي توغندي جوړوي

تاند(شنبه، د قوس۱۵) د دې لپاره چې سپوږمۍ او مریخ ته تګ اسانه شي د ناسا په سپارښتنه بوینګ کمپنۍ د نړۍ تر ټولو غښتلي توغندي جوړوي.

د بوینګ له لوري نوي جوړېدونکي راکټونه یا توغندي ایس ایل ایس نومېږي او د امریکا د ازادۍ د مجسمې هومره به لوړوالی لري.

د دغه توغندي د حرکت قوت به څه باندې ۹ ملیون پونډه وي او نژدې ۳۸ ټنه راز راز وسایل او سامانونه به سپوږمۍ ته وړلی شي.

د بوینګ کمپنۍ د عملیاتي چارو د رييس مټ ډاکن په وینا له ایس ایل ایس توغندي څخه د لمریز نظام نورو سیارو ته د اوږدو سفرونو لپاره کار اخیستل کېدای شي او ستورمزلي په هغو کې د ډېر وخت لپاره کار کولی او اوسېدلی شي.

دا توغندي، چې د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتي مرکز تر څارنې لاندې جوړېږي، ۴ آر ایس ۲۵ انجنونه لري او تمه ده چې تر ۲۰۲۱ پورې بشپړ شي.

خو لا هم د دغو توغندو د جوړېدو دقیق وخت نه دی څرګند.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...