نسوار د امریکا د کشفولو د سفر په جریان کې د رامون پین په نوم د یوه راهب له خوا په ۱۴۹۳-۱۴۹۶ کې اختراع شول.
په تدریجي ډول، دا د امریکا له لارې په ټوله اروپا کې خپاره شول او په لومړی ځل پرتګالي او اروپایي شرکتونو هند ته معرفي کړل. په دې توګه، زموږ ملت دا د خپل کلتور برخه کړه.
د نسوارو مفصل تاریخ
په ۱۵۶۱ کال کې، د پرتګال په لزبن کې د فرانسې د سفیر او د هغه د زوی جین نیکوت د ناروغۍ له وجې نسوارو ته جواز ورکړل شو او د هغه وخت د اشرافو په منځ کې ډېر مشهور شول. په ۱۷مه پیړۍ کې، د ځینو طبقو له لوري د دې محصول پر وړاندې یو تحریک راپورته شو او پاپ اربن اووم ګواښ وکړ چې د دې پلور به بند کړي. په ۱۶۴۳ کې په روسیه کې د زار مایکل لخوا وکارول شو. هغه ته د پوزې له لارې د کارولو له امله سزا ورکړل شوه. په فرانسه کې، پاچا لوئس XIII په دې باندې محدودیت ولګاوه، پداسې حال کې چې په چین کې، د نسوارو تولید په ۱۶۳۸ کې پراخه شو. په اتلسمه پیړۍ کې، نسوار د اشرافو او غټانو ترمنځ مشهور شو. ناپلیون بوناپارټ، د پاچا جورج دریم ملکه شارلټ، او پاپ بینیډیکټ د نسوارو شوقیان و. په اتلسمه پیړۍ کې، انګلیسي ډاکټر جان هیل د نسوارو د زیات استعمال له امله د سرطان په اړه اندیښنه څرګنده کړه. په امریکا کې لومړی فدرالي مالیه پرې په ۱۷۹۴ کال کې ولګول شوه ځکه چې دا د عیش او عشرت نښه ګڼل کېده.
په اتلسمه پیړۍ کې، د جنټل وومن په نوم یوې مجلې د پرتګالي نسوارو د ډولونو او د هغې د کارولو په اړه مشورې خپرې کړې. دا د اروپایانو له لوري د افریقا ځینو سیمو ته خپاره شول او د کلیوالو لخوا د پوزې له لارې کارول کیده. هند ته د بهرنیو شرکتونو له راتګ سره، دا محصول هم معرفي شو او کارول یې په هند او افغانستان کې دود شول.
د نسوارو د اوسنيو ډولونو په منځ کې، شنه نسوار او تور نسوار په عام ډول کارول کیږي. چې د تنباکو، د ډبرو سکرو ایرو او چونې په مرسته جوړېږي.
نو دا ادعا چې نسوار د پښتنو کلتور دی، ناسمه ده او یوه غلط فهمي ده.