د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه د نړیوال سیاست یو له مهمو بحرانونو څخه ده، چې نه یوازې د دواړو هیوادونو برخلیک ټاکي، بلکې د نړیوالو قدرتونو ترمنځ توازن هم اغېزمنوي. ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو شمېر اساسي شرایط وړاندې کړي، چې تر ټولو مهم یې د اشغال شوو سیمو بېرته نیول او د ناټو غړیتوب ترلاسه کول دي. خو دا شرایط د روسیې لپاره د منلو نه دي، ځکه چې روسیې د اوکراین جګړې ته سترې قربانۍ ورکړي او د ناټو د پراخېدو مخنیوی د خپل ملي امنیت لپاره حیاتي مسله ګڼي.
د سولې خنډونه:
۱. د اشغال شوو سیمو سرنوشت – روسیه غواړي لوهانڅک، دونیڅک او کریمیا د خپل قلمرو برخه وساتي، پداسې حال کې چې اوکراین د دې سیمو بېرته نیولو ته ژمن دی.
۲. د ناټو غړیتوب مسله – روسیه نه غواړي اوکراین د ناټو غړی شي، ځکه چې دا به د روسیې د ملي امنیت لپاره ستر ګواښ وګڼل شي.
۳. د متحده ایالاتو دریځ – که څه هم د امریکا مخکنۍ حکومت (بایډن اداره) د اوکراین کلک ملاتړ ته تر اخره دوام ورکړ، خو د ولسمشر ټرمپ بیا راتګ بیا دې معادلې ته بدلون ورکړ.
ولسمشر ټرمپ یو بېړني سولې غوښتونکی ښکاري، چې هدف یې د امریکا تمرکز د اوکراین له جګړې څخه نورو نړیوالو مسایلو ته اړول دي، لکه په افغانستان کې د چین د پراخېدونکي نفوذ مخنیوی چې په اړه تکراراً یادونه کړې او د منځني ختیځ ستونزې، په ځانګړې توګه د فلسطین قضیه او غزې ټرانګې خپلولو کې لیوالتیا چې دعربي نړۍ د کلک رد عمل سره مخ شوه. پر روسیې د بندیزونه ساتلو باجود، پر زیلینسکي هم غیر ډیپلوماټیک یا په بله اصطلاح د ډيپلوماسۍ د اصولو څخه په سرغړوني فشار راوړ چې د سولې یو داسې توافق وکړي، چې پوتین ته هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره کافي پلمه په لاس ورکړي.
احتمالي سناریوګانې:
۱. د امریکا شاتګ او د اوکراین فشار ته تسلیمېدل – که د امریکا اوسنی حکومت د جګړې له ملاتړ څخه لاس واخلي، زیلینسکي به مجبور شي چې د روسیې یو شمیر شرایط ومني.
۲. د اوږدې جګړې دوام – نه یوازې اوکراین تباه کړ ورسره یې د روسيې اقتصاد سخت زیامن او نړیوال حیثت هم ټیټ کړ، او ددې ترڅنګ چې امریکا یې په میلیارډونو مرستو ورکولو ستړې کړې ده د ناټو د پاره هم په لوی سر خوږي بدله شوې ده.
۳. یو نرم توافق – ممکن دواړه لوري یو داسې توافق ته ورسیږي، چې د روسیې یو شمېر غوښتنې پکې ومنل شي، خو د اوکراین استقلال هم وساتل شي.
که څه هم د جګړې د ژر پای ته رسېدو امکان کم ښکاره کېدی، خو د ټرمپ واک ته رسېدل ، او پر اوکراین فشارونه راوړل، دا ممکنه کړې ده چې اوکراین د روسیې سره یو نرم توافق ته چمتو شي. دا به د روسیې لپاره د جګړې د توجیه لپاره یو پلمه برابره کړي، او د امریکا لپاره به دا فرصت پیدا کړي چې خپل تمرکز د چین او منځني ختیځ په لور واړوي. خو د دې ټولو سره سره، د اوکراین جګړه لا هم د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ یوه مهمه برخه پاتې کیږي، چې پایله یې به هم راتلونکې ته پاته وه.