پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهسویډنیانو د امریکايي محصولاتو د نه رانیولو کمپاین پیل کړی

سویډنیانو د امریکايي محصولاتو د نه رانیولو کمپاین پیل کړی

تاند (یکشنبه، د کبږ حوت ۱۹ مه) په سویډن کې یوې ډلې د خواله رسنیو له لارې له خپلو خلکو غوښتي چې له اوکراین سره د چلند او پر اروپايي هیوادونو د تعرفو د لوړولو په اعتراض کې امریکايی محصولات بایکاټ کړي.

د ډلې غړي هیله لري چې دغه بایکاټ به د امریکا پر حکومت اغېز ولري.

د امریکا د وروستیو پالیسیو په وړاندې یو شمېر ډلې راپورته شوي  او وايي چې د امریکايي محصولاتو بایکاټول به د امریکا پر حکومت یو څه فشار راوړي.

په سویډن کې، د امریکا د محصولاتو د بایکاټ لپاره یو شمېر فیسبوکي ډلې په چټکه مشهورې شوې دي. یوه ډله، “Boykot varer fra USA”، نژدې ۶۷،۰۰۰ غړي لري، په داسې حال کې چې بله ډله “Bojkotta varor från USA”  تر ۷۰،۰۰۰ زیات غړي لري.

دا ډلې خپل غړي هڅوي چې د امریکا له لویو شرکتونو، لکه ټیسلا، مکډونالډز، کوکاکولا، نایکي، لیوایز څخه هیڅ شی ونه پېري، او همداراز د Netflix، Google، او Airbnb کارول ودروي.

یانیک کوهینور، چې د Bojkotta varor från USA ډلې بنسټ ایښودونکې ده، وویل: “کله چې زه د امریکا په ټاکنو کې رایه نه شم ورکولی او یا د امریکا په سړکونو مظاهره نه شم کولی، نو زه احساس کوم چې باید یو څه وکړم.”

په دې پاڼه کې، غړي د امریکا د توکو او خدماتو بدیلونه له یو بل سره شریکوي، خو د ځینو لپاره دا بدلون دومره اسانه نه ښکاري.

یوه سویډني پېرودونکي وویل: «دا ډېر سخت کار دی، ځکه چې هر څه د امریکا تر اغېز لاندې دي. نو دا واقعاً سخته ده. که بایکاټ کوې، نو باید تقریباً هر څه پرېږدې.»

یوه بل پیرودونکي وویل چې دوی د دې اقدام منطق درک کوي، خو دا یې ومنله چې د خلکو قانع کول سخت دي:« ځکه چې ته هره ورځ یو څه رانیسې او تل دې نه وي په یاد چې دا توکي له کوم ځایه راځي.»

ټرمپ له کله چې بیا ولسمشر شوی، کله پر یوه هیواد کله پر بله هیواد تعرفې لوړوي او چې له متقابل اقدام سره مخامخ شي، بیا له خپلې پرېکدې شا ته شي یا یې وځنډوي. د ده اقتصادي جنګ سبب شوی چې د امریکا ونډې سخت تاوان وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...