تاند (شنبه، د کبږ حوت ۱۸ مه) د طالبانو حکومت نن شنبې، د مارچ په اتمه، چې د ښځو نړیواله ورخ ده، په یوه خپور کړي پیغام کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي قوانینو پر اساس خوندي دي، «خو له غربي ټولنې سره توپیر لري.»
مجاهد دا څرګندونې په داسی حال کې کړي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې پر افغانستان طالبان واکمن شوي، نه یوازې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زده کړې بندیز لګېدلی، بلکې ښځې له کار او ګڼو عامو ځایونو ته له تګه هم محرومې شوې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره چې په افغانستان کې ښځې له حقونو برخمنې دي، په خپله رسمي ایکسپاڼه کې خپرې کړي خو د مارچ د اتمې، د ښځو د نړیوالې ورځې یادونه یې نه ده کړې.
مجاهد ویلي:«د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي مخه نیول شوې. هيڅوک نه شي کولای د ښځو حقوق تلف کړي او یا هغې ته په بده وګوري. د اسلامي امارت د محاکمو او نورو اړوندو اورګانونو مکلفیت دی چې د ښځو د حقوقو په تأمین کې خپله ټوله سعیه وکړي؛ د هغوی د زوجیت اختیار یقیني کړي،
د اسلامي قوانینو، د افغان ټولنې د کلتور او دودونو له مخې، د افغان ښځو اساسي حقونه خوندي شوي دي. خو دا باید هیر نه شي چې د افغان ښځو حقوق د اسلامي او افغاني ټولنې په چوکاټ کې بحث کېږي، چې له غربي ټولنو او د هغوی له کلتور سره واضح توپیر لري.»
د تېر کال په اګست کې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت داسې قوانین خپاره کړل، چې د ښځو غږ او لوڅ مخ ناروا بولي.
په همدې حال کې ملګري ملتونه پر طالبانو فشار ته دوام ورکوي، څو دا محدودیتونه پای ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو ځانګړې استازې، الیسن ډېویډین، وویل چې «نړۍ نه شي منلی چې افغان ښځې دې په داسې راتلونکې کې ژوند وکړي، چې بل چیرې به یې هېڅکله زغملای نه شو.»
دې زیاته کړه: «د دوی د حذف کېدو پر وړاندې زموږ غبرګون زموږ د ژمنتیا ازموینه ده، موږ باید له افغان ښځو سره داسې ودرېږو لکه زموږ خپل ژوند چې ورسره تړلی وي – ځکه چې تړلی دی.»
د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو نه رعایت د دې سبب شوی چې نړیواله ټولنه د طالبانو رژیم منزوي کړي، او نړیوال یې د یو مشروع حکومت په توګه په رسمیت ونه پېژني.
د جمعې په ورځ، یونسکو په پاریس کې د افغان ښځو او نجونو په اړه یو کنفرانس جوړ کړ.
تاسې خپله [اسلامي امارت] اسلامي احکامات نه منئ، نو نورو ته به څه ورکړئ؟
د يوې ګنده معاملې په ترڅ کې رامينځته شوئ. منل شوی حکومت يې درته وران او تاسې يې د پاکستان له نظامي قشلو راټول او واک يې دروسپاره. خدای خبر چې نور کومې پټې معاملې به مو سره کړې وي؟ په هغه ضمايمو کې چې لا تر اوسه روښانه نه دي څه پرېکړه شوې ده؟
واک بايد اهل کار ته وسپارل شي، ايا ته د دې دندې مستحق يې؟ همداسې مو نور درواخله.
شی ګڼي مو پټ دي چې يو په ارګ کې د ميلو په شان غلی ناست چې خورې، څښي او ځان تشوي او خوبونه کوي، هغه به څه وکړي؟ بوډا هم دی. بايد په کور کېني او هغه بل مو هلته په کندهار کې پټ دی. تا ته خو خپله پته چې څوک امام نه ويني او نه يې اواز اوري، نو په حنفي مذهب کې د هغه پسې لمونځ روا نه دی او بيا سياسي مشرتابه ګي. ته او خدای ته په دې نه پوهېږې چې موسې (ع) کوه طور ته خدای له خپلو اويا تنو پيروانو سره وغوښته او ورور ته يې وويل چې ته په قوم کې پاتې شه، خو دا يې ورته ونه ويل چې ته خلکو پټ شه او ورته مه راوځه او هغه خو ورته وويل چې واصلح في قومي ولاتتبع سبيل المفسدين، نو ته چې وايې چې اسلامي امارت ټولې اسلامي حقوق ښځو ته ورکړي دي، نو مشرتابه مو ولې پټ کړی دی؟
د څه شي حقوق مو ورکړي دي؟
هغه حقوق چې خدای ورکړي دي هغه خو ستا پلار ونېکه اخېستی نه شي، خو تاسې د آی ايس آی نوکرانو او ګومارل شويو هغه هم ترې اخېستی دي، ځکه چې يوازې تاسې مسلمانان ياست او نو ر څوک نه.
طالبانو ته درس:
نجونو او ښځو ته په دروند نظر ؤګورئ د خپلو د مقدسو میندو او نجونو درناویو له خاطره! ښځې د ژوند ضمانتکر دۍ!
Rspekiiere Frauen um eigene Mütter respektiert zu haben; weil sie gehören der selben Rasse und garantieren das LEBEEN!
به زنان و دختران احترام به خاطر احترام به مادر مقدسهء و دختر تان لازمی است چه از یک جنس اند!زن متضمن حقات است!
Respect women and girs for the sake of RESPEECT to your omothers; they are of the same kind and women are giving Life and guaranteeingLIFE !