سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+رښتیا او حقیقت ویل| متقاعدجنرال دولت وزیري

رښتیا او حقیقت ویل| متقاعدجنرال دولت وزیري

«لمر په دوو ګوتو نه پټیږي»
ځکه نه پټیږي چې حقیقت دی. په ژوند کې حقیقت او رښتیا ویل د ژوند د خوند او شخوند مالګه بلل کیږي.

په ورځنی ژوند، په کارونو او په سياست کې حقیقت ویل او تل په ریښتیاوو باور لرل په ټولنه کې د انسان مقام لوړوي او خلک يې په خبرو باور کوي. که چېرې د یوه انسان کړنې او ژوند په دروغو او چل ول ولاړ وي، په ټولنه کې د یوه ټیټ انسان په سترګه ورته کتل کیږي. ځکه که واکمن وي ټولنه د ناپوهۍ او جهالت پر لور سوقوي او د پرمختګ مخه يې نيسي.

رښتیا نه ویل، هر چا ته په شک کتل، په هیچا باور نه کول انسان له سمې لارې بې لارې کوي، ټولې کړنې او پریکړې به يې سمې نه وي او تل به په خطا کې وي.

رښتيا ويل او د حقیقت نه پټول د خلکو تر منځ د باور او ډاډ د را منځته کيدلو تر ټولو ستر عامل دی. همدغه ډاډ او باور دی چې د خلکو تر منځ د ورورۍ پيوندونه غښتلي کوي او په دې ډول د يوې پياوړي، سوچه او د بشري ښيګڼو له پلوه د بسيا ټولنې په رامنځ ته کولو کې مرسته کوي.

یوه ټولنه هغه مهال هوسا، بسيا او د پرمختګ لوړ پړاوونه وهلی شي، چې وګړي يې تل حقیقت ته د حقیقت په سترګه وګوري او لمر په دوو ګوتو پټ نه کړي.

سقراط د محاکمي پر ورځ محاکمه کوونکو ته وویل!

تاسو حق لرئ چې ما محاکمه کړئ، ځکه زه رښتیا او حقیت ځوانانو ته څرګندوم او وایم، هغه څوک چې خلک ورته په لوړ نظر ګوري، هغوی له ټولو ډیر ټيټ او نيمګړي دي. او هغه څوک چې هغوی ورته په ټیټ نظر ګوري، په پوهې کی تر هغوی ډیر ښه دي.
سقراط وايې تاسو حق لري چې ما محاکمه کړئ، ځکه زه د شاعرانو په هکله ځوانانو ته وایم،

فکر مې کاوه، که د شاعرانو سره ملګری شم زه به له هغوی ډیر ناپوه ښکاره شم. د دې لپاره مې یو څو ډیر غوره شعرونه وټاکل او بیا مې د شاعرانو څخه د شعرونو د معناګانو په هکله پوښتنې وکړي. زه په دې فکر وم چې له دوی به یو څه زده کړم. خو واقعیت بل څه و، هر څوک له هغو شاعرانو چې دغه شعرونه يې ليکلي وو، ښه پوهیده. شاعرانو یواځې خواږه کلمات د الهام له مخې سره یو ځای کړي وو. خو هغه څه چې دوی لیکلي وه پر معنا يې هیڅ نه پوهيدل.

سقراط وايې تاسو حق لري چې ما محاکمه کړي او ما یو افت وبولي، ځکه چې
زه ځوانان پوهې ته رابولم او سمه لاره ورته ښيیم.

د دې تر څنګ زه ځوانان د چارواکو د ناپوهۍ او نورو هغو کسانو څخه چې بې ځایه ځانونه هوښیار او پوه ګڼي خبروم.

نو ځکه تاسو چې د چارواکو په چوپړ کې یاست حق لرئ، ما محاکمه کړئ.

یو څه چې زه يې په ډاګه تاسو ته وايم که ما محاکمه کړئ او يا محاکمه نه کړئ کومه لار چې ما نیولې ده ترینه نه تیریږم.

د اسلام په سپيڅلي باور کې هم هغه څوک ډیر قدرمن او خدای ج ته نیږدې دی چې متقي او پرهیزګاره وي. ریا او فریب په اسلام کې لویه ګناه او خطا ګڼل کیږي. د ریا او د خپلو شومو ګټو په خاطر د نورو غولول، خطا ایستل او د حقیقت پټول په اسلام کې څای نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب