Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او ایران په مځکني ترانسپورت کې د اسانتیاوو په اړه خبرې...

افغانستان او ایران په مځکني ترانسپورت کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې

تاند (سې شنبه، د جوت ۱۵ مه) د افغانستان او ایران د ترانسپورت وزارتونو چارواکو په خپل منځ کې د مځکني ترانسپورت د پراختیا پر امکاناتو خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت نن (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران د ترانسپورت وزارت پلاوي، چې کابل ته په سفر ورغلی، د افغانستان د ترانسپورت وزارت له چارواکو سره پرون (دوشنبې) مازدیګر د ترانسپورت او د نړیوالو مځکنیو لارو په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په دې خبرو کې د تګ راتګ د جوازونو، د لګښتونو د کمېدو او نورو موضوعاتو په اړه پرېکړې وشوې.

له ایراني پلاوي سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر استازي او دغه راز د مالیې، بهرنیو چارو او صنعت او تجارت وزارتونو استازو ګډون درلود.

دا خبرې وروسته له دې کېږي چې د طالبانو د حکومت دوه پلاوي چاه بهار بندر ته لاړل او افغان سوداګرو اعلان وکړ چې د پاکستان د لارو پر ځای نور د ایران له لارو هیواد ته تجارتي مال واردوي او صادروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...