تاند (سې شنبه، د حوت ۱۵ مه) لومړني راپورونه وایي، چې د بدخشان هوایي ډګر ته څېرمه چاودنه شوې ده.
دغه هوایي ډګر، چې پکې د طالبانو پوځي مرکز دی او تجارتي پروازونه ورڅخه نه ترسره کیږي، د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې ده.
د طالبانو یوه مقام د فرانسې خبري اژانس ته دغه چاودنه تایید کړې.
د چاودنې او احتمالي زیانونو په اړه یې نور معلومات تر اوسه په لاس کې نشته.
ویل شوي، چې د طالبانو ځواکونو سیمه محاصره کړې او نور جزییات به وروسته څرګند شي.
د دغې چاودنې په اړه تر اوسه د طالبانو کومې وسله والې مخالفې ډلې څه نه دي ویلي.
له بدخشان او نورو شمالي ولایتونو څخه تر ډېره د ملی مقاومت او ازادۍ جبهې په نوم وسله والې ډلې د طالبانو خلاف د بریدونو ادعاوې کوي، خو طالب چارواکي د دوی خلاف د وسله والو ډلو موجودیت ردوي.