یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد مدني ازادیو ټولنې پاکستان د مدني ازادیو ځپونکی هیواد وباله

د مدني ازادیو ټولنې پاکستان د مدني ازادیو ځپونکی هیواد وباله

تاند (سې شنبه، د حوت ۱۵ مه) د سویک یو ایس مانیټر په نوم د مدني ازادیو د څار نړیوالې ټولنې پاکستان د خبریالانو، رسنیو، اعتراضونو او سیاسي مخالفانو د ځپلو او سانسورولو په خاطر په خپل تور لیست کې شامل کړ.

دې ټولنې ویلي چې په پاکستان کې مدني ازادۍ خورا محدودې شوي دي.

سویک، چې د نړۍ په ۱۹۶ هیوادونو کې مدني ازادۍ څاري، ویلي چې د فبرورۍ په اتمه د انتخاباتو په ترڅ کې یې د درغلیو او د اپوزیسیون د غږونو د ځپلو په اړه اسناد ترلاسه کړي دي.

دې ټولنې ویلي، پخواني صدارعظم عمران خان ته په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه او د هغه د ګوند د ګڼو غړیو کاندیداتوري رد کړل شوې ده. همداراز د اپوزیسیون سلګونه غړي تر انتخاباتو مخکې نیول شوي او د پوچو تورونو دوسیې ورته جوړې شوي دي.

د مدني ازادیو دې څارونکې ټولنې همداراز ویلي چې د انتخاباتو په مهال په پاکستان کې د بیان، د سوله ییزو غونډو او د تګ راتګ ازادۍ محدودې شوې او پر رسنیو او خبریالانو هم بندیزونه ډېر شول.

سویک ویلي چې د پاکستان د رسنیو څارونکې ادارې تلویزیونونو ته امر کړی و چې هغو خبریالانو او شنونکو ته وخت ورنه کړي چې عمران خان ته نژدې دي او یا پر پوځ او حکومت نیوکې کوي.

سویک ټولنې د مثال په توګه د عمران خان یادونه کړې چې هغه ته اجازه ورنه کړل شوه چې د تحریک انصاف ګوند احتجاجي مظاهرو ته وینا وکړي.

د مدني ازادیو د څار نړیوالې ټولنې د پاکستان په ګډون قرغیزستان، سینیګال، وینزیویلا او فلسطین د مدني ازادیو د ځپونکو په لیست کې شامل کړي دي.

زموږ یوټیوب چاینل وګورئ او سبسکرایب یې کړئ. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب