یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهلوی درستیز فطرت: د افغانستان فضا د امریکا په کنټرول کې ده

لوی درستیز فطرت: د افغانستان فضا د امریکا په کنټرول کې ده

تاند (سې شنبه، د حوت ۱۵ مه) د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي، د افغانستان هوايي قلمرو په بشپړ ‌ډول د امریکا په کنټرول کې دی.

ده طلوع نیوز ته په مرکه کې ویلي چې د افغانستان هوايي حریم د امریکا له لوري مدیریت کېږي او امریکا د ډرون الوتکو په ذریعه د افغانستان د هوايي قلمرو سرغړونه کوي. فطرت وايي، د امریکا بې پېلوټه الوتکې د افغانستان په فضا کې ګزمه کوي.

«بې پېلوټه الوتکې ځینې وخت پاس ګزمه کوي، او (د افغانستان) فضايي حریم لا هم د امریکایانو په اشغال کې دی.»

ده بې له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي، وویل چې دا الوتکې ممکن د یوه ګاونډي هیواد له خاورې افغانستان ته راځي.

تر دې مخکې ځینو نورو طالب چارواکو هم ویلي وو چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې لا هم د افغانستان په اسمان کې ګرځي او دا الوتکې د پاکستان له خوا افغانستان ته داخلیږي.

روانه اوونۍ څو سرچینو تاند ته وویل چې په لوګر کې نامعلومو بې پېلوټه الوتکو د طالبانو پر یوه لوا بمباري کړې او ادعا کېږي چې په نتیجه کې یې څو تنه افغان او پاکستاني طالبان وژل شوي دي.

سرچینو شک درلود چې ممکن دا برید پاکستان کړی وي.

امریکا یوازې د کابل په شېرپور کې پر یوې ودانۍ د برید مسوولیت منلی چې د دغه هیواد پر اساس، د القاعده مشر ایمن الظواهري یې پکې وژلی دی.

د طالبانو د اسلامي امارت لوی درستیز د پوځ د ځواکونو شمېر ۱۷۲ زره تنه وباله خو د د دفاع وزارت، استخباراتو او کورنیو چارو وزارتونو په چوکاټ کې د ټولو فعالو وسله والو ځواکونو شمېر یې ۵ لکه وښود.

ده په عین حال کې وویل چې د دفاع وزارت د ځواکونو شمېر به په تدریج ۲۰۰ زرو ته ورسوي.

ښاغلي قطرت د ډیورند کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره د نښتو په اړه وویل:

«ښکاره ده چې موږ یې فرضي کرښه بولو، ځینې وخت د دې کرښې په اوږدو کې پاکستان یرغل او حمله کوي او زموږ ځواکونه یې په وړاندې بې تفاوته نه شي پاته کېدای. د خبرو له لارې دې ستونزې ته حللار نه ده موندل شوې، مقابل لوری (پاکستان) هڅه کوي چې له قوې کار واخلي، په داسي صورت کې موږ هم خپل ځواکونه پرېږدو چې له قوې کار واخلي.»

ده د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د نیونو او ځورونو راپورونه رد کړل.

2 COMMENTS

  1. سړی نه پوهیږي څه ووایي، امریکا راوستئ او هیواد یې درته ډالۍ کړ او پاکستان خو هسې هم ستاسو مور او پلار دی. ډرون چې ستاسو په فضا کې ګرځي ستاسو ساتنه به کوي.

  2. سلامونه،
    دا څنګه آزادیده؟
    هومره بودجه څې په نوو مدرسو جوړولو یا پګړیو رانیولو یا … مصرفیږي ؛ اقلن له قطر څخه یو څو انتی-ډرون سلاح واخیستل شي ؛
    او پوکیسټین چې ۴۵ ک.م. افغان مقدسه خاوره د پنجابی تورلنګیو لاندی کړیده بیرته ترینه ونیول شي او اغزن تارونه قیچي او دروازی او دچټل-پنجابسټین مردار فلګ =بیرغ ایسته شي!!!.
    ژوندۍ دې وي د پښتونخوا او بلوچستان د ولسونو ملي ازادی بښونکې مبارزې!!+پي ټي اېم!
    مړه او شرمیدلی دی وی ؛د افغان او لوی افغانخوا ا ا ؛ دخمنان!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب