دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهستانکزی: پاکستان افغان خاوره اشغال کړی؛ قاري فطرت: دا یې شخصي نظر...

ستانکزی: پاکستان افغان خاوره اشغال کړی؛ قاري فطرت: دا یې شخصي نظر دی

تاند (چهارشنبه،د حوت ۱۶ مه) د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د دوی د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هغه څرګندونې د هغه شخصي نظر بللی، چې ویلي یې وو: پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د افغانستان خاوره اشغال کړې چې بېرته به ترې را وګرځول شي.

قاري فطرت د کابل یوه  خصوصي تلویزون ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پاکستان رېښتیا د افغانستان خاوره اشغال کړې وي او طالبان ځانونه له اشغاله د افغانستان خلاصوونکي بولي، د پاکستان پر وړاندې به یې دریځ څه وي؟ وویل: هغه د ستانکزي صیب شخصي نظر دی، موږ په دې اړه کوم بحث او تصمیم نه لرو.

هغه په ورته وخت کې په دې اړه هم زړه نازړه و چې ووایي د افغانستان فضا ته د امریکا د بې پيلوټه الوتکو الوتنې د پاکستان له لارې کیږي.

په دې اړه تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او یو شمېر نورو چارواکو ویلي وو، چې پاکستان امریکایي بې پيلوټه الوتکو ته د افغان فضا د څارلو زمینه برابروي.

د طالبانو لوی درستیز بیا دا ومنله، چې په خبره یې د افغانستان فضا د امریکا لخوا اشغال شوې، خو ویې ویل چې پاکستان لا نه ده منلې چې دوی امریکایي الوتکو ته د افغان فضا د اشغال زمینه برابره کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې له څه مودې راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د عباس ستانکزي او پاکستاني چارواکو ناندرۍ زیاتې شوې دي.

قاري فصیح الدین فطرت په تازه مرکه کې دا هم وویل، چې پاکستان د جمهوري نظام پر مهال له دې کرښې رادېخوا نور هم د افغانستان خاوره لاندې کړې، خو په وینا یې چې اوس د دې کار اجازه نه ورکول کیږي.

3 COMMENTS

  1. دا یو تاند و له ده نه هم ډېران جوړ شو. ته او خدای نو د دې خبر ګټه څه ده چې تاسو خپور کړی او هغه هم له یوه تلوېزیوني بحث نه او په داسې حال کې چې د شیرعباس د خبرو درې اونۍ کېږي. لطفا خپله پخوانۍ ملي پالیسي تعقیب کړئ او د افغانستان ګټو ته اولویت ورکړئ. په احترام

  2. شيرمحمد عباس ستانکزی يو مسلکي عسکري صاحب منصب دی او ښه تجربه لري.
    د ده دا خبره د ستاينې او د تقدير وړده او دا رښتينې خبره ده چې افغانستان امريکا په يوه معامله کې پاکستان ته حواله کړی او پاکستان ورته دا ذمه واري ورکړې ده او ستانکزی دغه ټکي ته اشاره کوي او د قاري فصيح الدين خبره د اعتبار وړ نه ده او بله دا چې هغه له هغه نورو خطرناکو خلکو سره تړاو لري چې نړۍ ورته کله ناکله يادونه کوي.
    پاکستان افغانستان د اسلام اباد له (افغانستان کنټرول مرکز)) Afghanistan Control Centre “ACC” اداره کوي او په هغه کې دوه زره کسان کار کوي.
    د افراسياب خټک مرکه په يوټيوب کې لا شته او هغه اورېدلی شئ.

  3. هغه خاوره چې پنجاب اشغال کړې ده هغه کې د تعلیم اجازه شته خو چې د پنجاب د مدرسې چڼي اشغال کړې ده هغه کې …..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب