چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهپه ژوب کې ۱۴ ملېشه ځواک ته مرګ ژوبله واوښته

په ژوب کې ۱۴ ملېشه ځواک ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۸ مه) په پاکستان کې د روانې ناامنۍ په دوام کې نن د بلوچستان ایالت په ژوب کې د ملېشه ځواک پر یوه پوسته په برید کې لږترلږه ۱۴ تنو ملېشو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ټي ټي پي د دې برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې ګڼ شمېر ملېشه ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده خو د پاکستان امنیتي چارواکو د ۲ ملیکانو په شمول د ۱۳ ملېشو ټپي کېدا او د یوه وژل کېدا تایید کړې ده. د پاکستان امنیتي چارواکي عموماً پر خپلو ځواکونو بریدونه کم اهمیته ښيي.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې ځواکونو یې پر پوستې د طالبانو د برید په وړاندې مقاومت کړی، یو تن یې وژلی او هغوی یې په شا تمبولي دي.

له بلې خوا د پاکستان د خزانې (مالیې) وزیر نن ومنله چې د اکتوبر په شپږمه د کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه په ځانمرګي برید کې دوه ډېر مهم چینايي انجینیران وژل شوي وو.

محمد اورنګزېب وویل چې دا چینايي انجینیران پاکستان ته په دې خاطر ورتلل چې پر پاکستان د چین د پورونو شرطونه اسانه کړي.

پر چینايي انجینیرانو د برید مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکو، د بلوچستان د ازادۍ پوځ په غاړه واخیست. په برید کې ۹ تنه نور ژوبل شول او ګڼ موټرونه وسوځېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب