چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهد پاکستان امنیتي ځواکونو د پښتنو د قومي عدالت جرګې ته پر...

د پاکستان امنیتي ځواکونو د پښتنو د قومي عدالت جرګې ته پر روان کاروان په ډزو ۳ تنه وژلي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۸ مه) راپورونه وایي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو له وزیرستان څخه په خیبر کې د پښتنو د قومي عدالت جرګې ځای ته پر تلونکي کاروان ډزې کړي او لږترلږه ۳ تنه یې وژلي دي.

لهع بلې خوا په جمرود کې د جرګې په ځای کې د پولیسو په ډزو یو تن وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

ټپیان د جمرود ملکي روغتون ته وړل شوي او ویل کېږي چې د دوو حال نازک دی.

په داسي حال کې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر په جمرود کې د پښتنو د قومي عدالت جرګې خیمه نړولې، هلته پر راټولو شویو خلکو یې ډزې کړي او د جرګې ځای یې نیولی، د خیبرپښتونخوا حکومت دولتي مامورینو ته خبرداری ورکړ چې په جرګه کې په هیڅ ډول ګډون ونه کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن (چهارشنبې) د جرګې پر ګډونوالو د پولیسو تر ډزو مخکې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د جرګې خیمه ونړوله او هلته یې پر موجودو کسانو وښلن ګاز استعمال کړ. «د پښتنو د ملي جرګې په خیبر ګراونډ باندې د پاکستاني زورواک چارواکو قبضه ده، د غټې میشنرۍ په وسیله د پښتنو د ملي جرګې ګراونډ کې خندقونه کیندي.»

ده همداراز ویلي:

«په پاکستان کې د پښتنو حثیت دا شو چې په خپلو زرګونو کلونو اباد کلي او سیمو کې هم د خپلو دودونو سره سم د یوې جرګې اجازه هم ریاست پاکستان نه ورکوي.‏ خو موږ سپینه خبره ورته کوو چې پښتانه به جرګه حتماً کوي اوس خو جرګه لا هم ضروري شوه.»

دولتي مامورینو ته د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت په خبرداري کې ویل شوي جې «ټولو سرکاري محکمو او ملازمينو ته خبر ورکړل کيږي چې د کوم لاقانونه ګرځول شوي تنظيم په پروګرام يا هلو ځلو کې ګډون ونه کړي»

د پاکستان پوځ او حکومت د جرګې د مخنیوي لپاره هر راز اقداماتو ته مخه کړې. له واڼې څخه د ترلاسه شوي خبر له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د هغه لوی کاروان مخه نیولې چې له جنوبي وزیرستان څخه جرګې ته روان و.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت په خیبرپښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۵۲ نور غړي د بندیزونو په لیست کې شامل کړي دي.

د تور لیست مطلب دا دی چې د دغو کسانو پاسپورټ به منع وي، بانکي حسابونه به یې کنګل کېږي، په مالي راکړه ورکړه، د وسلو پر جواز او سوداګرۍ به یې بندیز وي.

تر دې مخکې (د اکتوبر شپږمه) د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ منع او غیرقانوني اعلان کړ.

له بلې خوا په خیبر او ځینو نورو برخو کې په جوماتونو کې اعلانونه شوي چې ټول خلک دې ځانونه د جرګې ځای ته ورسوي او په ډله ییز ډول دې د امنیتي ځواکونو د مخنیوي په وړاندې ودریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب