چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Home+پر سوله ییزه جرګه ډزې وحشت دی | شاه محمود میاخېل

پر سوله ییزه جرګه ډزې وحشت دی | شاه محمود میاخېل

‎په خیبر پښتونخوا کې د پي ټیم ایم سوله ایزه جرګه د ښارونو او کلو نه لرې د خیبر په دښته کې په دې منظور جوړېږي چې عامو خلکو ته تکلیف ونه رسیږي او دوی د پاکستان د پوځي ادارې، استخباراتو او پولیسو د لسیزو کلونو د ظلم او بیعدالتۍ په وړاندې خپل غږ پورته کړي.

‎دوی غواړي چې په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو مشران سره جرګه شي او په هره سیمه کې د تیرو څو لسیزو د وژنو، د خپلو عزیزانو د ورکیدو او لا پته کیدو، د کورونو، کلو او بازارونو د ورانیدو او جنګونو د پیښو نه خبر او د پاکستان د استبلیشمنت ظلم، وحشت او دهشت خپلو خلکو او نړیوالو ته په ډاګه او د ثبوتونو سره شریک کړي او همداشان د خپل راتلونکې په هکله تصمیم ونیسي چې څنګه د دغه مصیبت نه خلاص او په خپلو کورونو کې په امن سره ژوند وکړي.

‎له دې سره سره، د پاکستان پوځ او پولیسو د جرګې په ځای مسلحانه برید وکړ. د پي ټیم ایم درې غړي شهیدان او یو شمیر نور یې زخمیان کړل.

‎په سوله ییزه جرګه د پاکستان د استبلیشمنټ دا عمل په کلکه غندم او په زور د ولس اواز حکومتونه غلې کولې نشي.

‎شاه محمود میاخیل د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

@ManzoorPashteen #PashtunNationalCourt11Oct

1 COMMENT

  1. دا ظلم او وحشت نن په پشتنو او ،پلوڅو، سنديانو او نورو اقليتونو باندي په پاکستان کي کوم نوی کار نه دی، پاکستان استبلشمنت په د ظلمنو روږدي شوی ولي ځکه پاکستان په د کامياب شوي وو چي د بي وزلو اولسنو له بي اتفاقي څخه ګټه واخلي خو د خدای په فضل سره ځورولي اولسونه را وښيږي او خپلي غوښتي په يوه غږ ښکاره او سولهييزه تو ګه له پاکستاني استبلشمنت نه غواړي خو استبلشمنت همداشانته ظلم او زور ته دوام ورکوي.
    استبلشمنت بايد د د لو يي جرګي سره د جنګ او اسلحي پر ځای د خبرو او د اولس سوالونوته ځواب ويلوته راشي ځکه دا جرګه به اولني او اخرني نه وي پاکستاني استبلشمنت نه په ډزو او نه په تيښته دا مشکل حل کولای نه شي.
    کهنه ښه مثال يي بنګله ديش ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب