چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهپښتین: د "پښتون قامي عدالت" جرګې د ترسراوي په خاطر هېڅ فشار...

پښتین: د “پښتون قامي عدالت” جرګې د ترسراوي په خاطر هېڅ فشار ته نه تسلمېږو

تاند (چهارشنبه د میزان ۱۸مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین څو شېبې وړاندې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له پښتون جرګې سره د جګړې اعلان کړی.

نوموړي لیکلي: ” محسن نقوي خپل رانغی بلکې په پښتنو کې دننه دوئ ته په يو څو روپئ کارکونکو ته ئې امر وکړ، چې د پښتنو وینې توئې کړي.

محسن نقوي اعلان وکړ، چې پښتون قوم به هېڅکله ترې یوځای راټول نشي.

پښتین وایي په خیبر جرګه برید کې یې درې ملګري ووژل شو او په زیات شمیر ژوبل شو او په خبره یې پاکستاني پوځیانو اوس هم د دوی پر پلویانو لارې تړلي او د مرمیو باران پرې کوي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې تر هر فشار لاندې به د پښتون قامي عدالت جرګه ترسره کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب