چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهد پښتون ژغورنې غورځنګ مشران؛ که خیبر کې له جرګې منع شو،...

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران؛ که خیبر کې له جرګې منع شو، د پېښور پر سرکونو جرګه کوو

تاند (چهارشنبه د میزان ۱۸مه) د (پي ټي اېم) مخکښ مشران عبدالصمد خان او نور الله ترين وايي په هر حالت به د ۱۱ م اکتوبر جرګه ترسره کوي.

دوي وايي که حکومت په خيبر کې جرګې ته پرېنښودل نو دوی دغه جرګه د پېښور په سرکونو ترسره کړي.

دا په داسې کې ده چې پي ټي اېم وايي د خیبر په رېګي للمه کې د “پولیسو په مخامخ ډزو کې” یې درې غړي وژل شوي دي.

یاد غورځنګ د اکتوبر په ۹مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه په ډزو کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو وېره ښوولې ده.

پولیسو لا د پي ټي اېم د جرګې پر انتظامي کیمپ د تازه چاپې په اړه څه نه دي ویلي، خو د خیبر د انتظامیې مشر ثناالله خان د اکتوبر له ۹مې څخه د نومبر تر ۷مې په هغه سیمه کې پر هر ډول ولسي غونډو بندیز لګولی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر پر ۱۱مه د خيبر په جمرود کې “د پښتنو قامي عدالت” په نوم درې ورځنۍ جرګه وربللې ده چې د غورځنګ د مشر منظور پشتين په وينا، په هغه جرګه کې به د پښتنو په سیمه کې د روانې نا امنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشت سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک د ستونزو د هواري او د يوشمېر نورو چارو په اړه ګډه پرېکړه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب