جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهتر برید وروسته د خیبر جرګې ته په زیات شمېر کسان راټول...

تر برید وروسته د خیبر جرګې ته په زیات شمېر کسان راټول شوي

تاند ( چهارشنبه د میزان ۱۸مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي د پولیسو د ډزو وروسته بیا، په خیبر کې د جرګې ځای ته په ګڼ شمېر کې راټول شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي د پېښور روغتون حیات مېډېکل کمپلکس وايي د پولیسو تر مخامخ برید وروسته ورته ۳ مړي او ۱۰ زخمیان ور وړل شوي دي.
رسنۍ د پي ټي اېم د مشرانو له قوله وايي وژل شوي او ژوبل شوي کسان د تنظیم غړي دي.

دپاکستان حکومت د تېرې يکشنبې په ورځ پي ټي اېم غېر قانوني تنظیم اعلان کړ.

یاد غورځنګ ځان د سولې تنظیم بولي او په پاکستان کې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد سوله ایزه مبارزه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یاد غورځنګ د ۱۱م اکتوبر لپاره په لویه کچه چمتووالی نیولی او په ټینګار سره د پښتنو قومي عدالت جرګې د ترسراوي غږ پورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...