چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهد طالبانو حکومت چینایي شرکت ته؛ د مس عینک کان چارې دې...

د طالبانو حکومت چینایي شرکت ته؛ د مس عینک کان چارې دې ژر پيل شي

تاند ( چهارشنبه د میزان ۱۸مه) د طالبانو د حکومت د ریاست الوزاء مرستیال مولوي عبدالکبیر د لومړي مس عینک قراردادي کمپنۍ له رئیس سونګ ون بینګ سره د لیدنې پرمهال د مس عینک عملي چارو پر ژر پيل ټینګار کړی دی.
ون بینګ په دې ناسته کې ویل چې د مس عینک په لومړۍ برخه به له پنځه میلیارد ډالرو زیاته پانګونه کېږي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې سیمې ته د غزېدلي سړک له جوړېدو وروسته به د کان کېدنې لومړنۍ چارې پیل شي.
د مالوماتو له مخې د دې کان د کار د پيل سره به ۳ زره افغانانو ته د کار زمینه برابره شي، چې د ون بینګ په خبره یوه ډله افغان کارګر به د مسلکي روزنې لپاره چین ته واستول شي.
په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزاء مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د مس عینک د عملي چارو پیل هڅې دې چټکې او د وخت د ضایع کېدو مخنیوی دې وشي.
نوموړي د یاد کان د عملي چارو د پيل لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د مس عینک پروژې د کیندنې په موخه یاد کان ته د ورغځېدلي سړک د جوړولو چارې هم پیل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب