Homeخبرونهخیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو د پاکستاني پوځ برید

خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو د پاکستاني پوځ برید

تاند ( چهارشنبه د میزان ۱۸مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، په خیبر کې د دوی پر راټولو شویو کسانو د پاکستاني پوځیانو له خوا برید شوی دی.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې پاکستاني پوځ د دوی پر پلویانو د تېرې شپې راهیسې ډزې او بریدونه پیل کړي دي.

پښتین زیاته کړې، چې په سیمه کې انټرنېټ بند دی، چې له کبله يې د جرګې له تنظیموونکو سره اړیکې پرې شوې دي.

هغه یوځل بیا په ټينګار سره ویلي، چې د جرګې مخنیوی ناشونی دی او ویلي یې دي، چې د پاکستاني پوځ له زور زیاتي سره سره به دا جرګه ترسره کېږي.

د جمعې ورځ ۱۱م د اکتوبر د پښتون ژغورنې غورځنګ د “پښتنو قومي عدالت” په نوم لویه جرګه رابللې او وروستۍ چمتووالی ورته نیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د تېرې یک‌شنبې په ورځ په یوه رسمي اعلان کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه او د دې غورځنګ فعالیتونه يې د پاکستان د امنیت لپاره ګواښ وبلل.

له همدې سره هم مهاله منظور پښتین ویلي، د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او تنظیموونکو په ګډون له ۲۰۰ ډېر کسان نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...