دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد بېل ګېټس ژوند-دویمه برخه

د بېل ګېټس ژوند-دویمه برخه

ژباړه: حمیدالله حمیدي-

د ۱۹۹۰ په لومړیو لسیزو کې، بیا د ګېټس حالت بدلون کوي. هغه څوک چې له فني مسایلو، سافټویرونو جوړولو او کمپیوټر پرته یې د بل څه په اړه فکر نه کاوه او شپه او ورځ یې موخې ته د رسېدو لپاره کار کاوه اوس نو د یوه منځني عمر څښتن سړی و. له دې وروسته نو د ګېټس سترګې یوازې د کمپیوټر په ښیښه کې نه وې نغښتې، بلکې کله کله به خپلې شاوخوا ته هم ځیر شو. ډېر کله به یې په نړۍ کې د بې عدالتیو په اړه فکر کاوه او ځانګړې پاملرنه یې ورته کوله. ګېټس د خپل ځان په اړه فکر کاوه، چې لوړې زده کړې، اسوده ژوند او ټولو امکاناتو ته لاس رسی، د هغه چا په برخه نه کېږي، چې د منځني پوړ په یوه کورنۍ کې دنیا ته راغلی وي، بلکې دې هر څه ته یې د یوې لاترۍ په سترګه کتل.

د ګېټس ذاتي وړتیاوې د دې لامل شوې، چې نوموړی د عمر په لومړیو لیسیزو کې د نړیوال شهرت او لویې پانګې څښتن شي. ګېټس له ځان سره فکر کاوه، چې له یوه کس سره دومره ډېرې پیسې ساتل نه ښایي، نو پرېکړه یې وکړه، چې له دې وروسته به د خپلې پانګې یوه ډېره برخه پر خیره کارونه لګوي. هغه خپل ډېر وخت د دې پر ځای چې د مایکرو سافټ شرکت پر ګټو فکر وکړي، پر بشردوستانه او خیره کارونو یې فکر کاوه. دا کار ورته د یوه هوس په څېر نه ښکارېدو بلکې له ځان سره یې کلک هوډ وکړ، تر څو یې چې وس وي نړۍ ته به بدلون ورکوي.

نوموړي په ۲۰۰۰ مېلادي کال کې له خپلې مېرمنې سره یو ځای د( د ګېټس او ملینډا ګېټس) په نوم یو خیریه بنسټ جوړ کړ. دغه بنسټ اوس هم د نړۍ تر ټولو ستر بشردوستانه او خیریه بنسټ شمېرل کېږي. کېدای شي دا په ټوله نړۍ کې لومړی خیریه بنسټ وي، چې چارې یې هم د یوه شرکت اړوند کېږي. د دې بنسټ ټولې ورځنۍ چارې د مایکرو سافټ شرکت د ځانګړو کارکونکو لخوا پر مخ بېول کېږي، داسې چې ګواکي د همدې شرکت یوه اړینه برخه ده.

ډېری کسان اوس هم نه پوهېږي، چې بنسټ خپله پانګه څه ډول لوړوي او خپلې مرستې څه ډول وېشي. د ګېټس او مېرمنې یې یوه هیله دا ده چې په ټوله نړۍ کې د سرطان ناروغي نابوده کړي، چې تر ډېره په پرمختللو هېوادونو کې پر دې چارې بریالي شوي هم دي او د سرطان ناروغۍ په کمښت کې یې په بې ساري ډول خپل رول لوبولی دی.

ګېټس د خپل بنسټ د مالي چارو د پر مخ بېول لپاره یو نوی پلان جوړ کړ. تر ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو پورې خلکو فکر کاوه، چې ګېټس یوازې په دې فکر کې دی، چې څه ډول پیسې وګټي او خپل بانکي حساب ته یې اضافه کړي. په هماغه وخت کې د (ټایم) مجلې ګېټس د سلو هغه کسانو په ډله کې راوستی و، چې په شلمه پېړۍ کې د نړۍ پر خلکو اغېز لرونکي و.

ګېټس یو استثنایي نابغه او د سوداګرۍ اتل دی. هغه عادت چې په بېل ګېټس کې له ورایه ښکاري بې پروایي ده. بله ځانګړنه یې دا ده چې هېڅ وخت هم کومه ستونزه او مسله له حل پرته نه پرېږدي. دی وایي زما د بریا راز هم په همدې کې دی، چې ستونزه که لویه وي او یا هم وړه، حل کوم یې او فکر مې ارامه کوم. دی وایي په لومړي سر کې مې موخه یوازې د ځان پیسه داره کول و، خو اوس مې دا فکر بدل شوی دی، غواړم د نړۍ ټول خلک اسوده او له خوښې سره سم ژوند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب