چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه ساعت کې ۱۸۵۲ کیلو متره چټکه الوتکه

په ساعت کې ۱۸۵۲ کیلو متره چټکه الوتکه

تاند- یوه هسپانیايي د یوې داسې تر ږغ ډېرې – ډېرې چټکې یا هایپر سونیک الوتکې ډیزاین جوړ کړی چې د اتومي ریکټر په انرژۍ چلېږي.

د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د هسپانیا سکار وانیلاس د دې الوتکې ډیزاین وړاندې کړی او وايي چې د دې سپکې الوتکې سرعت به په ساعت کې تر ۱۸۵۲ کیلومترو پورې رسېدای شي.

په دې الوتکه کې، چې (HSP ‘Magnavem) نوم پرې اېښودل شوی، ۵۰۰ سپرلۍ سفر کولی شي.

دا الوتکه به د لندن او نیویارک ترمنځ سفر له څه باندې ۸ ساعتونو څخه ۳ ساعتونو ته رالنډ کړي.

د دې الوتکې ډیزاین له فضايي سفینې سره ورته والی لري.

ویل شوي چې هیڅ راز مضر یا ګلتوني ګاز به نه تولیدوي ځکه چې د تېلو پر ځای د اتومي ریکټر انرژي کاروي.

به ښېګنه یې دا ده چې خورا ژر به چارج کېږي. یعني بېټرۍ به یې، چې د سونګ لپاره کارول کېږي، اتومي انرژي چارج کېږي.

پر دې سربېره د کاربون ډای اوکسایډ د تصفیه کولو سیستم لري.

که څه هم HSP ‘Magnavem الوتکه لا د ډیزاین په پړاو کې ده خو ډیزاین جوړوونکی یې وايي چې هر وخت پرې عملي کار پیلولی او الوتکه جوړولی شي.

اوس د دې الوتکې پر ځینو وسایلو کار کېږي او ښايي په لسو تر ۱۵ کلونو کې د سپرلیو تګ راتګ ته چمتو شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب