جمعه, فبروري 6, 2026
Homeداسې هم شتهساینسپه سپوږمۍ کې انترنیټ فعالېږي

په سپوږمۍ کې انترنیټ فعالېږي

تاند- دوې کمپنۍ غواړي چې راتلونکی کال په سپوږمۍ کې جي ۴ انترنیټ فعال کړي چې په مرسته یې د سپوږمۍ د ښه کیفیت عکسونه او ویدیوګانې مځکې ته راولېږل شي.

د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې وډافون او نوکیا  کمپنۍ غواړي چې په ۲۰۱۹ م کال G4 انترنیټ په سپوږمکۍ کې فعال کړي.

دا ماموریت د فضايي اکتشافاتو شرکت ( PTScientists) تنظیم کړی دی.

ټاکل شوې ده چې نوکیا د سپېس ایکس توغندي په وسیله مخابراتي پوستې راتلونکی کال سپوږمۍ ته واستوي.

په سپوږمۍ کې د انترنیټي شبکې فعالېدا اوډي (Audi) ستوربېړیو ته دا امکان برابروي چې له یو بل سره او همداراز په مځکه کې له خپل مرکز سره ارتباط ونیسي.

دا ستوربېړۍ په سپوږمۍ کې د انسانانو د ژوند امکان څېړي.

د انترنیټ په وسیله مځکې ته له یوې خوا په لوړ کیفیت عکسونه او ویدیوګانې راستول کېدای شي او له بلې خوا د انترنینټ له لارې د ویدیو او عکس رالېږل د انالوګ راډیويي سیګنالونو په پرتله ارازنه تمامېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...