شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهمولانا فضل الرحمان: د افغانستان او فلسطین په سر ټاکنو کې ناکام...

مولانا فضل الرحمان: د افغانستان او فلسطین په سر ټاکنو کې ناکام شوم

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۶مه)  د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د دغه هېواد د پارلماني ټاکنو پایلې، چې دی او د ګوند ټول غړي یې پکې ناکام شوي دي، رد کړې.

فضل الرحمن یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ادعا کړې، چې ګوند یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو رغولو او د اسراییلو پر وړاندې د فلسطین خلکو او حماس ملاتړ له امله په ټاکنو کې ناکام شوی دی.

هغه ویلي چې د پاکستان ټاکنو کمیسیون له نوماندانو بډې اخیستي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان پارلمان خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

نوموړي په عین حال کې له پېښور څخه د پاکستان مرکزي پارلمان ته د یوه افغان وګړي د بریالیتوب ادعا، چې تر دې مخکې د نیشنل عوامي ګوند یوه مشر ایمل ولي مطرح کړې وه، تایید کړه.

فضل الرحمان دغه راز وویل، چې دوی به د پاکستان د حکومت په اپوزیسیون کې پاتې شي.

3 COMMENTS

  1. دا خوښه خبر ده ، چې ملا پزل رامان د افغانستان او فلسطین د مظلومو خلکو آزار وواهه ، مخ یې تور، خپل قوم او نړیوالو ته سپک ، شرمنده او ناکام شو.
    دلته په افغانستان کې ټاکنې د شریعت خلاف او په پنجاب کې روا دي . دلته به افغانستان کې سوله ، د نجونو درس ، پوهنتون ، موسیقي ، ترقي ، د خلکو یووالی حرام او هلته په پنجاب کې ټول حلال دي !!!

  2. ډیزل رامانه! ته څه کاره يي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې جوړوې، وا ډیزل رامانه د خدای په قهر او غضب اخته شي. وا ډیزله رامانه که رښتیا د فلسطین غم درسره وي خدای دا رنګه د هندوانو پټکی درنه میرات کړې خو لا شه هالته ځان پټاو کړه.

  3. دده اورته د خبیث وغیم اوس په دغه ملامت افغانستان سو 😡. ستا اورته وغیم لکه ملا سمیع الحق تا به چیرې مردار کړي 😡🤮🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب