چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeروغتیاد هګۍ په ګټه ځان خبر کړئ! / ژباړه: انور افغان

د هګۍ په ګټه ځان خبر کړئ! / ژباړه: انور افغان

د هګۍ یو له هغو خوړو څخه ګڼل کېږي چي د خوړلو په ورځني مهالوېش کې باید د خپلې سلامتۍ په پار ورته ځای ورکړل شي.

د هګۍ په ژېړ کې، چي تر سپینو په کې درې چنده ډېره کالورۍ شته، پنځه ګرامه غوړ او ۲۱۰ ګرامه خوراکي کلسترول موجود دي، همدارنګه د هګۍ ژېړ د «لوتئین» او «زائګزانتین» په نومونو ترکیباتي ب‌ډایه سرچینې لري.

د چرګې د هګۍ په ژېړو او سپینو کې داسي ترکیبات شته دي چي د سترګو لید پیاوړی کوي، په سترګو کې د ماکولار په نامه هغه ټکی چي د عمر په ډېرېدو سره د سترګو لید کمزوری کوي چي معمولاً له ۵۰ کلنۍ نه وروسته دا لړۍ پیلېږي په ضعیف والې کې کموالی راولي.

د هارورډ پوهنتون د عمومي روغتیا د برخې د تغذیې ډاکټرانو موندلې چي د هګۍ د خوړلو او د زړه د ناروغۍ تر منځ د پام وړ اړیکه شته، په حقیقت کې د هګۍ دوامداره خوراک د خونریزۍ، مغزي او د زړه د سکتې د ناروغیو په مخنیوي کي مرسته کولی شي، دغه خوراکي ماده د ویټامینD  طبیعي سرچینه هم ده.

همدرانګه د هګۍ خوړل کولای شي په ښځو کې د سینې سرطان د ناروغۍ په مخنیوي کي هم ګټوره برخه ولري، د یوې مطالعې پایلې ښیې هغه ښځې دې چي حد اقل په اونۍ کې شپږ دانې هګۍ وخوري ۴۴ په سلو کې احتمال شته چي د سرطان ناروغۍ یې وده ونه کړې.

د هګۍ د ډېرو سلفرو او ویټامینونو ټولګه ده چي د پوست او وېښتانو د روغتیا لپاره خورا ګټوره ده.

2 COMMENTS

  1. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته! زما پوښتنه داده چی هګی خپله ّڅوګرامه وزن لری چی لا دهګیو په ژیړ کی 5 ګرامه غوړ او 210 ګرامه خوراکی کلسترول شتون لری؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب