اجمل ښکلى
ىادونه: دا ليکنه مې د کوټې د پښتو نړيوال سيمينار ته ليکلې وه.
د کوټې نړيوال سيمينار پاسنى سرليک د ليکنې لپاره راوستاوه؛ خو په دې سرليک کې ډېرې پوښتنې وي، چې په رڼا کې يې ما د خپلې موضوع اړوند ځوابونه موندلاى شو.
لومړۍ پوښتنه دا وه، چې د څېړنې معيارونه کوم دي؟ د دې پوښتنې يو ځواب خو د څېړنې مېتودولوژي يا طرز و بڼه ده، چې څېړنيزه چاره يا موخه پکې ترسره کېږي. دې پوښتنې زما له ليکنې سره مستقيمه اړيکه لرله، ځکه چې په پښتو کې د علمي څېړنې يو اړخ دا هم و؛ خو بل او مهم ځواب د پښتو څېړنو موخه او منځپانګه وه، چې د پښتو څېړنې يې له مخې پر دوديزو او نادودويزو وېشلې دي.
په سرليک کې نغښتې بله پوښتنه د معاصرې څېړنې د روايت وه. دلته زما په موضوع کې تاريخ هم شاملېده، چې معاصره څېړنه د ماډرن مانا لري، که مازې مهال ته يې اشاره ده؟
زه لومړى دويمې پوښتنې ته ځواب وايم او بيا د تاريخ په سفر کې د معاصرې څېړنې پر مفهوم او وضعيت خبرې کوم.
څېړنه لرغونى کار دى؛ خو معاصره څېړنه ځوان علم دى. تر شلمې پېړۍ مخکې چې لا زموږ سيمې ته د لويديځ علمي تيوريو مخه نه وه کړې، زموږ اثار په زاړه طرز ليکل کېده. پر دې بنسټ تر دې پېړۍ مخکني ليکلي آثار په معاصره څېړنه کې نه شمېرو.
چې د معاصرو څېړنو خبره کوو؛ نو پر دې پوهېږو، چې دا لار ختيځپوهانو نيولې وه، چې د بېلابېلو سياسي او نورو موخو لپاره يې زموږ د فرهنګي شتو د راټولولو هلې ځلې وکړې. زموږ لومړنۍ معاصرې څېړنې د ختيځپوهانو له دودويز څېړندوده اغېزمنې دي.
د پښتو د معاصرو څېړنو منظم پيل په افغانستان کې د کابل او نورو انجمنونو او وروسته د پښتو ټولنې او په پښتونخوا کې د پښتو اکاډمۍ له رامنځته کېدو شوى دى. پر دې سربېره په دې مرکزونو او له دې مرکزونو بهر د بېلابېلو مجلو او جريدو چاپ هم د معاصرې څېړنې په پيلامه کې مهم نقش ولوباوه. په دې مجلو او جريدو کې د نومياليو پوهانو څېړنيزې ليکنې خپرېدې او پښتو ټولنې، پښتو اکاډمۍ او نورو څېړنيزو مرکزونو د څېړونکو په زيار زاړه دېوانونه او نور آثار خپرول.
دا د معاصرې څېړنې لومړى پړاو دى، چې پرله پسې يې څو لسيزې دوام کړى. په دې پړاو کې د څېړونکو مخ ته د خپلې زړې پانګې د راټولولو او خوندي کولو مهمه پوښتنه پرته وه. په افغانستان کې د يوې ملي ژبې اړتيا پوهان دې ته وهڅول چې د پښتو زړه پانګه خوندي کړي. په پښتونخوا کې هم د همدې کار پر وړاندې مثبته سيالي ونښته.
”په افغانستان کې د دې پړاو په نومياليو څېړونکو کې پوهاند حبيبي، پوهاند رښتين، استاد بېنوا، استاد خادم، استاد الفت او اکاډميسين پوهاند عبداشلکور رشاد دي.”(۸)
د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې زموږ د څېړنې موخه بالعموم د خپلو ورکو پلونو موندنه وه. استاد حبيبي د خپل فرهنګي زنځير دوه ورکې کړۍ(تذکرۃ الاوليا / پټه خزانه) وموندلې، د خوشال دېوان يې چاپ کړ او بيا دا لړۍ پسې اوږده شوه. پښتو ټولنې او د هېواد نورو علمي مرکزونو د زړو دېوانونو او نثري آثارو نسخې چاپ کړې او له دې سره يې معاصر پښتانه لوستونکي ته خپل زوړ فرهنګ مخ ته کېښود، چې ويې لولي او ژوند ترې زده کړي.
خو په دې وخت کې پښتو څېړنې د سيمې له دوديزې(روايتي) بڼې اغېزمنې شوې. د هند و پارس څېړندود د پښتو څېړنې په ځان پسې روانې کړې.
د لومړي پړاو په څېړنو کې د ادبي متن پر ځاى پنځګر مهم دى. د حميد د هنر پر ځاى پخپله دى ارزښتمن دى او په دې توګه متن بې له خپله پنځګره بې مانا دى.
په دې پړاو کې چې د متونو د راټولولو کار ترسره کېده؛ نو د اصل و جعل اصطلاحاتو جدي ماناوې درلوده. د يوه متن د اصالت د اثبات تر شا بايد وخت، ځاى او دېوقامتى پنځګر ولاړ واى.
د وخت غوښتنې پنځګر پر لوړ مسند کېناوه او ادبي ايجاد يې د مريي غوندې ورته په پښو کې کېناوه. متن پر ځاى پاتې شو، څېړونکي پر پنځګر بوخت شول. پنځګر څوک دى؟ د چا زوى، د چا لمسى، د چا کړوسى، د کومې قبېلې، د کومې تپې دى؟ او د زوکړې او مړينې نېټې يې کومې دي؟ دا حالت تاسې د هغه وخت په زياترو څېړنو کې ليداى شئ او آن کله د څېړونکو ترمنځ پر ډېرو جزئي مسايلو لانجې کېدې. کله به دا لانجې شخصي کېدې هم، چې د څېړنو علمي حيثيت ته يې زيان رساوه.
ښايي تاسې ووايئ، چې د پنځګر د ژوند په اړه جزئي تېروتنه هم د متن اصالت له ګواښ سره مخوي، ځکه ”د څېړنې په اوږدو کې چې څېړونکى له کومو مراحلو تېرېږي، په هغو کې دوه ډېرې مهمې دي، چې لومړۍ هغه د حقايقو موندنه او دويمه د پايلې ترلاسى دى. په دې مراحلو کې د حقايقو د موندنې مرحله پر منطقي ترتيب سربېره د اهميت له امله هم لومړيتوب لري، ځکه چې حقايقو ته له لاسرسي پرته د پايلې راايستنه شونې نه ده… مثلا يوه عام لوستونکي يا کره کتونکي ته دا دوه انې اهميت نه لري، چې ( مرزا اسدالله) غالب په ۱۲۱۲ق کال کې پيدا شوى که څو کاله مخکې؛ خو که د څېړنيزو شواهدو پر بنسټ دا ثابته شي، چې نوموړى د خپلې خبرې پرخلاف تر ۱۲۱۲ق څلور کاله مخکې په ۱۲۰۸ق کې زوکړى دى؛ نو سبانى څېړونکى اړ دى، چې د غالب د ژوند په اړه ډېرې ناسمې خبرې ترميم کړي، چې غالب د واده په وخت کې ديارلس کلن ماشوم نه، بلکې اوولس کلن ځوان و، د شاعرۍ پيل يې په ديارلس کلنۍ کې نه، په څوارلس، پينځلس کلنۍ کې کړى او د خپل ديوان د لومړي خپراوي پر مهال يې عمر نولس نه، درويشت کاله و. له ورايه دا څلور پينځه کاله دومره توپير نه ښکاري؛ خو که د شاعر پر وړتيا، ځيرکتيا، تمرين او د شاعرۍ پر ګړندي مزل يې غږيږو؛ نو دا ووړ توپير خورا ارزښتمن شي.”(۱)
خو که د پنځګر او ژوند په اړه يې جزئيات د څېړنې ټول هدف وګرځي؛ نو بيا څېړنه د شاعر و ليکوال د شخصي ژوند په تش بيان واوړي. زموږ د معاصرې څېړنې د لومړني پړاو د څېړنو پر بنسټ په دې ښه پوهېږو، چې پر خوشال پر کوم کال له څپر نه تيږه راپرېوته يا په کوم کال سيند ته وغورځېد؛ خو پر هنر يې ډېر نه پوهېږو.
دا د څېړونکي دنده ده، چې د متن د پنځګر پر ګډون ټول هغه شرايط کره کړي، چې متن پکې رامنځته شوى؛ خو په دې هر څه کې پخپله متن بايد لومړيتوب ولري.
دا هغه پوښتنه وه، چې د پښتو د معاصرې څېړنې په دويم پړاو کې ورته ځواب وويل شو. په لويديځ کې هم د متن د مانا سفر نور له دوديزې بڼې راوتى و. د ختيځ غوندې په لويديځ کې هم لومړى داسې فکر کېده، چې د شعر مانا د شاعر په زړه کې ده؛ خو د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړيو په لومړيو کې روسي فورماليستان او رغښتوال (سټرکچرلستان) ځير شول، چې د ادبي متون ارزښت او مانا پخپله د دې متونو په داخلي جوړښت او رغښت کې پرته ده او داخلي رغښت له نورو ټولو ادبي متونو سره په تړاو کې يو متن راپېژني او د مانا په تفهيم کې يې مرسته کوي. د پنځګر له ذاته د مانا دا پيل شوى سفر د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د متن له حدودو هم وووت او لوستونکي ته رااورسېد. رولان بارت په پسرغښتواله(پوسټ سټرکچرليزم) کې د پنځګر د مرګ اعلان وکړ. دې اعلان متن يتيم کړ، چې بايد بل چا يې سرپرستي پر غاړه اخيستې وای. تر لوستونکي بل ښه سرپرست څوک کېداى شو؟ متن لوستونکي ته وسپارل شو، ځکه چې هر لوستونکى د خپلې تجربې او عاطفي حالت له مخې له متن نه مانا اخلي.
له پنځګر نه متن ته د مانا سفر د لويديځ پر څېړنو سربېره زموږ څېړنې هم اغېزمنې کړې. زموږ هغه ځوانان چې لويديځ ته زده کړو ته تللي وو، پښتو څېړنې له دوديزې بڼې راوايستې. هسې هم اوس د پښتو د زړې پانګې د راټولولو پروسه بشپړه شوې وه، اوس بايد شنل شوې وای.
دا دوه لامله سره غاړه غړۍ شول او په افغانستان او پښتونخوا کې يې پښتو څېړنو ته نوى رو ورکړ. په افغانستان کې بهاءالدين مجروح، غلام غوث شجاعي، حبيب الله تږي، محمد صدي�� روهي او استاد سعدالدين شپون او په پښتونخوا کې مرحوم کامل مومند، قلندر مومند، پرېشان خټک، خيال بخاري او نور د دې دورې استازي څېړونکي دي، چې پښتو څېړنه يې د بڼې او منځپانګې له مخې نوې کړه.
دوی په نوره نړۍ کې د څېړنې لپاره له وضع شويو اصولو نه په خپلو څېړنو کې استفاده وکړه او پر دې سربېره د محمد صديق روهي(د څېړنې لارښود) او سعدالدين شپون(۷) غوندې پوهانو د نوې څېړنې د مېتودولوژۍ په اړه ليکنې او آثار هم وليکل.
د دې دورې مهمه خبره دا وه، چې د پښتو څېړنو مخه يې پخپله متن ته واړوله. پر ادبي متونو د پوهېدو لپاره يې وشنل او د څېړنيزو اصولو پر بنسټ يې د دوى هنري او علمي ارزښت وټاکه. مثلا: د روهي صاحب د ادبي څېرنې(۶) او ادبي تحليلونه (۵)ليکنې يې ښې بېلګې دي. په دې ليکنو کې د زړو متونو پر مطالبو بحث شوى. روهي صاحب راته د خوشال د ښوونې روزنې پر مفکوره، د (تاريخ مرصع) پر موضوع، هدف او مېتود او د پټې خزانې پر ارزښتونو باندې بحث کوي او موږ عملا وينو، چې په دې څېړنو کې له پنځګر نه د متن د شننې په ضمن کې استفاده کېږي، نورې ټولې پخپله پر متن څرخي او په کوم ځاى کې چې د پنځګرو نومونه په سرليکونو کې راغلي، هلته هم هغه پنځګر مراد دى، چې په متن کې موجود دى او د متن په پوهاوي کې راسره مرسته کوي. حميد د هندي سبک، رحمان بابا د خپل پيغام او ميا روښان او ميا فقير الله د خپل فکر تحليل ته استخدام شوي دي.
د استاد روهي يوه ځانګړنه دا ده، چې د متونو د اهميت په لړ کې له پرتليز ډوله کار اخلي، چې د پښتو د معاصرې څېړنې په لومړي پړاو کې يې نه وينو. په لومړي پړاو کې پنځګر له خپلې پنځونې سره مازې د ملکيت(پراپرټي) تار لري؛ خو په دويمه پړاو کې پنځګر د متن د مانا د پوهاوي يوه داسې وسيله ده، چې لومړيتوب پکې پخپله متن لري.
په دويم پړاو کې د فوکلور راټولونې لپاره هم څېړنيز اصول وضع شول او ” په ١٣٦٥ل کال کانديد اکاډميسن محمد صديق روهي د (فوکلور پېژندنه) په نامه يو کتاب وکيښ. په دې کتاب کې يو فصل د فوکلور څېړنې تر سرلىک لاندې راغلى دى. د دې فصل مطالب له فوکلور څېړونکو او هم له نورو څېړونکو سره مرسته کولاى شي”(۸)
پر دې سربېره په دې پړاو کې د متن څېړنې لپاره اصول وضع شول. څنګه په بېلابېلو خطي نسخو کې داسې يوه نسخه راوباسو يا يوه جوړه کړو، چې هم د کاتبانو له تصرف پاکه او اصالت يې د اطمينان وړ وي او هم بشپړه وي. له دې اصولو نه د متونو په تدوين کې بريالۍ استفاده وشوه.
په همدې پړاو کې د ادبي تاريخليکنې لپاره هم څېړنيزه مېتودلوژي جوړه شوه. ادب تاريخ له زړې بڼې راوووت، چې د متونو د داخلي بدلون پر ځاى پکې بهرني سياسي او ټولنيز شرايط مهم وو. اوس نو ادب تاريخ د دوديزې تذکره ليکنې غوندې مازې د پنځګرو بايوګرافۍ او کيسې نه وې، بلکې پخپله د ادبي ايجاداتو د منځپانګې او بڼې د بدلون تاريخ و.
استاد زلمي هېوادمل پر دوديزې ادب تاريخليکنې باندې د فورماليستانو نيوکو ته په پام او د (متن اساس) تيورۍ په رڼا کې پښتو ادبياتو ته د پښتو ادبياتو تاريخ(۹) ورکړ، چې د پښتو ادب د درو دورو بېلابېلو مواردو ته له بېلابېلو ليدلوريو نه کتل شوي او پنځګر پکې د دوديزې څېړنې پرخلاف ضمني ارزښت لري. البته د دورو په وېش کې د استاد هېوادمل د ادبي تاريخ مېتودلوژي د فورماليستانو د ادبي تاريخ له تيورۍ سره دا توپير لري، چې استاد- لکه په شرق کې چې روايت دی- د لفظ پرځاى مانا او منځپانګې ته لومړيتوب ورکوي؛ خو فورماليستان محتوا د اثر د شکل زېږنده بولي، چې له بدلانه سره يې منځپانګه بدلېږي. د ادب د مشهور فورماليست تيورسن شکلوفسکي وينا ده: ”نوې بڼه يا جوړښت له نوې منځپانګې څخه نه، بلکې د زاړه جوړښت يا بڼې له بدلون (او مخالفت) څخه رامنځته کېږي.”(۲)
د پښتو د اوسنۍ څېړنې دويم پړاو د شلمې پېړۍ تر دويمې نيمايي وروسته په اوومه يا د څوارلسمې لمريزې پېرۍ په شپږمه لسيزه کې پيلېږي. (۳) او ښايي موږ يې پر همدې دوو پړاوونو ووېشو؛ خو تر جګړو وروسته د پښتو څېړنو بڼه بېرته بدله شوه. دا بل پړاو ځکه نه نوموو، چې د پرمختګ پرځاى پکې په شاتګ وشو. جنګ د يوې تولنې بېخبنا ويجاړوي. افغانستان د پښتو د معاصرې څېړنې مهم مرکز و. د دې مرکز د بېلابېلو څېړنيزو منځيو علمي کيفيت له جګړو سره اغېزمن شو، چې د پښتونخوا پر څېړنيز وضعيت يې هم اغېز وشينده. څېړونکو هغه دود(روايت) چې د پښتو د معاصرې څېړنې د دويمې دورې نومياليو څېړونکو راپيل کړى و، ونه پاله او موږ اوس وينو، چې د پښتو ډېر جدي څېړونکي هم د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي دوديز څېړندود پالي او د متن پرځاى له پنځګره تاوېږي.
د افغانستان او پښتونخوا په پوهنتونو او تحقيقي مرکزونو کې څېړنې کېږي. استادان او د علمي مرکزونو غړي د ترفيعاتو او محصلين د فراغت د سند د ترلاسي لپاره څېرنيز اۤثار ليکي، خو بيا هم زموږ څېړنې ځاى نه نيسي. د دې څو لامله دي:
زموږ معاصرې څېړنې د ځينو بېلګو په استثنا د تحقيق علمي مېتود نه کاروي. په سريزه کې يې ښايي د خپلې څېړنې د ډول او مېتود يادونه کړې وي، چې له کتابتوني يا ساحوي تحقيق او له تشريحي، تارىخي يا مرکب مېتود نه يې استفاده کړې؛ خو چې اصل متن ته ورشو، څېړنيز روشونه پکې نه وي پالل شوي. شننه يې کمزورې وي يا څېړنيزه نه وي. نقد يې خام يا نه وي او اۤن له ماخذونو نه يې استفاده سمه نه وي؛ نو له داسې کمزور څېړنو نه د فرهنګي بدلون هيله شنډه ده.
زموږ د اوسنيو څېړنو بله ستونز موضوع ده. د څېړنې موضوع اوبو ته ورته ده او د څېړنې مېتودلوژي لکه لوښى. که يوه تږي لوستونکي ته په يوه سوري جام کې اوبه ورکړل شي، تنده به يې هغسې ماته نشي، چې څنګه ښايي او که مثلا جام هم سورى وي او د اوبو پرځاى پکې تېزاب يا خاورې وي؛ نو د تږي د تندې پر ماتېدو څنګه ځان مطمينولاى شو.
پښتو څېړونکو د خپلې ټولنې ستونزې او تشې نه دي درک کړي. موږ په کومه برخه کې څېړنې ته اړتيا لرو؟ دا هغه پوښتنه ده، چې د پښتو د هر اوسني څېړونکي در ته نهيلې او ستړې ستومانه ولاړه ده. زموږ مساله ګنې يوازې په دې هوارېږي، چې زاړه دېوانونو له نويو سريزو سره بىا چاپ کړو؟ که د خپلو اوسنيو فرهنګي اړتياوو پر چورليځ(محور) خپل ټول زوړ او معاصر فرهنګ وڅرخوو؟ په اوسنىو ګوتمشېرو څېړونکو کې د اړتيا د درک لپاره درته دروېش درانى د بېلګې په توګه يادولاى شم، چې د خپلې ټولنې د اړتياوو او نيمګړتياوو درک لري. د پښتني ژوند کړه وړه(۴)
موږ چې خپلې اړتياوې نه دي درک کړي، د څېړنو او فرهنګ ترمنځ مو واتن پيدا شوى. لوستونکي ته دا څېړنې هغه مړې کيسې ښکاري، چې له ده سره د اوسني ژوند په پېژندلو او د عملي ستونزو په حلولو کې مرسته نه کوي او همدا لامل دى، چې زموږه اوسنۍ ليکنې د استاد کامل، مجروح صاحب او استاد روهي د څېړنو پرخلاف تخصصي جنبه نه لري ، چې د يوه مسلک په زده کړه کې له يوه محصل سره يا په ورځني ژوند کې يوه عام فرد سره مرسته وکړي.
اوسنۍ څېړنې د لوستونکي د اړتيا پر ځاى د لومړي پړاو دوديزو څېړنو ته ورګرځي. د منځپانګې پرځاى پاملرنه شاعر و ليکوال ته ده او (د څېړنې لپاره څېړنه) شوق راباندې غالب دى.
”لنډه دا چې په افغانستان کې پښتو څېړنې لکه څنګه چې ښايي هغسې نه دي عصري شوي. عنعنه پر علمي لارو چارو او روشونو غالبه ده. په پښتونخوا کې هم پښتو څېړنې د څېړنو د علمي لارو چارو د خپلولو له پلوه تر دې لا په بدتر حالت کې واقع دي.”(۸)
ماخذونه
ابن کنول: تحقيق و تدوين. ديلي، کتابي دنيا، ۲۰۰۶ز، ۱۴-۱۵مخ
پاکتچي. احمد: تاريخ نګارى ادبيات در محافل روسيه. د ناصر قلى ساري او مهدى احمدي په زيار. در باره تاريخ ادبيات(د ليکنو ټولګه). تهران. ست. ۱۳۸۴ل. ٢٨مخ
پښتو څېړنې، د پښتو څېړنو نړيوال سيمينار د ليکنو ټولګه، د پښتو څېړنو نړيوال مرکز، کابل. ١٣٥٦
درانى. دروېش. د پښتني ژوند کړه وړه. کوټه صحاف نشراتى موسسه. ٢٠١٤
روهي، محمد صديق: ادبي تحليلونه. کوټه. پښتو اکېډمۍ. ۲۰۱۶
روهي، محمد صديق: ادبي څېړنې. پېښور. دانش خپرندويه ټولنه. ۱۳۸۶
شپون، سعدالدين: د اجتماع عالم او علمي مېتود، کابل مجله، د ١٣٤٥ ل کال، ٤ ګڼه، ٧١-١٤١مخ
هېوادمل. زلمى. د کابل پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځى، پښتو څانګې، د ماسټرۍ د پروګرام لکچرنوټ. ١٣٩٦. ۷، ٨مخ
هېوامل. زلمی: د پښتو ادبياتو تارېخ. پېښور. دانش خپرندويه ټولنه. ۱۳۷۹
دښکلي صيب ښکلي مقاله ده خو نورو ټکو ويلو ته هم اړتيا شته . کور يې ودان .