سه شنبه, مې 7, 2024
Homeټولنیزپسرغښتوالی | لیکوال: همایون بهادري

پسرغښتوالی | لیکوال: همایون بهادري

۱ـ لنډیز:

پسرغښتوالی د رغښتوالې مکتب په امتداد او د هغې د خلا یا نیمګړتیاو د پوره کولو لپاره د لومړي ځل لپاره د شلمې پیړۍ په دوهمه نیمایې کې (۱۹۶۰ـ۱۹۷۰م) په فرانسه کې را منځته شوی..

رغښتوالي مکتب ژبې ته د یو جوړښت په نظر ګوري او د مانا لپاره جوړښت اړین بولي. او مانا یو جوړښت ته اړتیا لري.

پوسټ رغښتواله ژبې ته اهمیت ورکوي او د مانا لپاره جوړښت ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. ځکه دوی په دې باور دي، چې یوې موضوع ته باید له هره اړخه وکتل شي تر څو مانا یې هم پراخه شي او د خلکو د پوهاوي وړ وګرځي.

۲ـ سریزه:

فردیناند دي سوسور، سوییسی ژبپوه و چې له (۱۸۵۷ـ ۱۹۱۳) یې ژوند کړی دی. فردیناند په فرانسه او آلمان کې زده‌کړې کړې دي. ده (۱۸۸۰م) په لایپزیګ پوهنتون کې دوکتورا کړې او (۱۸۸۱م) کال د سوییس د لوړوزده‌کړو په موسسه کې تر (۱۸۹۱م) پورې د ژبپوهنې استاد و. له دې وروسته په ژنو پوهنتون کې یې د سانسکریت او ژبوهنې استادي کړې چې په (۱۹۱۶م) کې د فردیناند تر مرګ ورسته د ده شاګردانو شارل بالي او آلبرسېشه  د فردیناند دي سوسور لکچرونه په یوکتاب کې د (عمومي ژبپوهنې درسونه) په نامه چاپ او خپور کړ. فردیناند د معاصرې ژبپوهنې د پلار په نامه مشهور دی. د فردیناند کتاب چې له مړینې څخه یې درې کاله وروسته خپور شو. دا کتاب تر خپرېدو وروسته د سټرکچرلېزم یا رغښتواله مکتب کې یوه مهمه منبع شوه. چې وروسته یې نه یوازې په فرانسه او آلمان کې بلکه په ټوله اروپا باندې اغېز وکړ بلکه نور پلویان یې؛ لکه: رومن ياکوبسن او نیکولای ترویتسسکو پیدا کړل.

۳ـ کارېدونکي ويي:

رغښتوالی، بنسټګر، لانګ او پارول، دال او مدلول، پوسټ رغښتوالی او د رغښتوالي او پوسټ رغښتوالي ترمنځ توپیرونه او ورتوالی.

۴ـ رغښتواله څه ته وایي؟

د رغښتوالي راتګ ته مو لږ څه اشاره وکړه، اوس به په دې وغږېږو چې په ادبیاتو کې رغښتوالی، سټرکچرلېزم یا ساختارګرایی څه ته وایي؟

رغښت یا ساختار له اجزاو څخه جوړ شوی نظام دی، چې اجازوې یې په خپل منځ او بیا له کل سره اړیکې لري. نو که د جز په عمل کې ګډوډي رامنځته شي، په ټول نظام کې به یې ګډوډي رامنځته شي.

دې مکتب ته ځکه د رغښتوالي مکتب وایي چې پلویان یې ژبې ته د یو جوړښت په نظر ګوري، سوسور وایي: ژبه د منفردو کلماتو مجموعه نه ده، بلکې ژبه یو داسې ساختمان دی، چې ټول عناصر او داخل یې په خپل منځ کې مقابلې اړیکې لري. او همدارنګه اړیکې دي چې ژبه یې یو منظم جوړښت ته اړولې ده. فردیناند دي سوسور وایي ژبه یو بشپړ نظام دی او په دوو برخو یې ویشي، چې یوې برخې ته یې لانګ (langue)  یا کل او بلې ته یې پارول (parole) وویل چې وروسته مې دواړه تشریح کړي.

استاد ډاکټر اجمل ښکلي په خپل کتاب نړۍ ادب کې وایي: «فردیناند دي سوسور د کلموپر ځای د نښې (sign) نومونه وکارول، ځکه چې د نښې مانا پراخه ده او پر ژبنیو توکیو سربېره ناژبنۍ نښې هم رانغاړلای شي… ژبه د نښو نظام بولي او وایي چې هره مانا داره کلمه نښه ده او نښه د هغه شي نه، د څیز تصور (ذهني انځور) حسي تصویر دی. نوموړي د نښې دوه اړخه ګڼي چې یوه ته یې دال او بل ته یې مدلول وایې. دال او مدلول مې هم لاندي تشریح کړي دي.»( ښکلی، ۱۳۹۶. ۱۲۳مخ)

په نړۍ ادب کتاب کې د رغښتوالي په اړه وایي: « رغښتوالې ته ولې رغښتواله وایي، ځکه رغښتواله ورته وایي، چې د یو  نظام ظاهري اډانې ته جوړښت نه وایي، بلکې د یوه نظام د بېلابېلو اجزاوو ترمنځ پټو رابطو ته رغښت وایي او همدا پټې اړیکې ظاهري اډانه جوړوي.»( ښکلی، ۱۳۹۶. ۱۲۲مخ)

لوسین ګډمن وایي: «رغښتوالې په ادبیاتو کې د نظام په مانا دی، چې د ژبپوهنې په ستنو ولاړ دی» او همدارنګه وایي، چې رغښتیزه کره کتنه له لاندې درېو مرحلو څخه تېرېږي:

۱ـ د اثر رغښتیزې اجزاوې په ګوته کول. یعنې هغه جزونه چې یو اثر ترې رغېدلی دی، معلومول چې یا د اثر له کومو اجزاو څخه رغېدلی دی.

۲ـ په اثر کې د اجزاو ترمنځ د شته اړیکو معلومول.

۳ـ د هغه لامل معلومول چې د اثر په ټول جوړښت یې اغېز کړی وي. (ویکيپېډیا، ساختارګرایی)

هغه اصطلاحات چې په رغښتوالي کې فردیناند دي سوسور کارولې دي.

  • لانګ (langue)  او پارول (parole):

، دا دوې کلمې په ژبپوهنه کې زیاتې کارېږي په تېره بیا هم په سټرکچرلېزم کې. د لومړي ځل لپاره فردیناند دي سوسور کارولې، چې لانګ د ژبني نظام یا کل او پارول یې بیا د خبرو او لیکلو په مانا دی، دا بیا په ویونکي او لیکونکي پورې محدود دی، چې څنګه يې له ویلو او لیکلو سره اشنا دی. دا د لانګ یوه برخه شي. که لنډ ووایو چې لانګ یې کل او پارول یې جز یا څانګه ده. په ژبپوهنه کې باید لانګ تر بحث لاندې ونیول شي نه پارول.

لانګ = ژبه

پارول = خبرې او لیکل

  • دال او مدلول په رغښتوالي کې:

لیکل شوې یا ویل شوې بڼې ته دال وایي او هغه څه چې د دال په اورېدو یا لیدو سره مو په ذهن کې پیدا کېږي، هغه ته مدلول وایي. مثلاُ: کله چې موږ وایو د والیبال له توپ څخه هوا وتلې ده، نو د دې سره زموږ په ذهن کې د توپ نښه راپیدا کېږي، چې دې ته د دال او مدلول اړیکه وایي. دلته هوا دال او توپ مدلول دی. یعنې د دال او مدلول ترمنځ اړیکه قراردادي ده، کومه غیرې شعوري نه ده. په دې اړه د عربي ژیې د ژباړې یوه انټرنیټي مرکز (ناسار) د فردیناند نظر داسې بیان کړی دی: څرنګه چې یو اکسجن او دوه هایدرجنه سره یو ځای شي اوبه جوړوي، همدا رنګه دال او مدلول هم چې سره یو ځای شي یوه نښه جوړوي. لکه: ترافیکي اشارې چې سره اشاره یې د درېدلو لپاره ده. د درېدلو له سره رنګ سره هېڅ اړیکه نشته خو دال او مدلول سره یو ځای شوي، یوه نښه یې جوړه کړې ده. نو ځکه وایي چې د دال او مدلول ترمنځ رابطه قراردادي ده. (ناسار، د عربي ژباړي ویب سايټ)

پوسټ رغښتوالی (post structuralism)

پوسټ سټرکچرلیزم د سټرکچرلیزم د مکتب په امتداد او د هغې د خلا یا نیمګړتیاو د پوره کولو لپاره د لومړي ځل لپاره د شلمې پیړۍ په دوهمه نیمایې کې (۱۹۶۰ـ۱۹۷۰م) په فرانسه کې را منځته شوی. پوسټ رغښتوالی له دوو کلمو(پس او رغښت) څخه رغېدلی دی، چې (پس) لاتینې کلمه ده چې د وروسته، بعد یا هم د نوي په مانا دی، دغه کلمه په اروپا کې د مشابه یا ورته کلمو د بېلوالي لپاره وکارول شوې. رغښت یا ساختار له اجزاو څخه جوړ شوی نظام دی، چې اجزاوې یې په خپل منځ او بیا له کل سره اړیکې لري. نو که د جز په عمل کې ګډودي رامنځته شي، په ټول نظام کې به یې ګډوډي رامنځته شي. د پوسټ رغښتوالي لپاره داسې ویلی شو، چې د سټرکچرلېزم د نظریاتو له پراختیا څخه منځته راغلی.

د پوسټ رغښتوالي پلویان: رولن بارت، میشل فوکو، ژاک دریدا، ژیل دلوز او… . چې له نیچه، دي سوسور او … فکري اغېز لاندې هم راغلي دي.

دا مکتب هغه وخت رامنځته شو، چې په فرانسه کې د حکومت، محصیلونو او کارګرو تر منځ جنجالونه را پیدا شول نو په دې وخت کې، فیمینزم، مارکسیزم، انارشیزم، نیشنلېزم او … خپل فعالیتونه کول. په دې وخت کې رولن بارت، او ژاک دریدا له موقع څخه ښه پوره ګټه پورته کړه او د پورته یادو شو فکري انتقادي مکتبونو په منځ کې یې د ځان لپاره یوه سالیمه فضا برابره ولیده او ژاک دریدا د (رغښت، نښې او د بشري علومو په برخه کې لوبې) تر نامه لاندې یوه وینا وکړه چې د خلکو په ذهنونو کې یې یو نوی فکر راپیدا کړ.

ژاک دریدا د رغښتواله دا نظریه هم رد کړه چې ویل یې د متن مانا د متن په ذات کې ده. او دا هم نه مني چې کلمې دي د مانا ښوودونکې وي. بلکه، په دې باور دی چې کلمه یوازې بلې کلمې ته اشاره ده. ځکه چې د متن مانا د متن په لوستونکي پورې اړه لري نه په متن پوري. د متن مانا هغه وخت ښکاریږي چې ویونکی له متن سره په خبرو شي.

په پوسټ رغښتوالي کې وایي چې د متن مانا د لیکونکي په نظر او ځیرکتیا پورې اړه نه لري، بلکې لوستونکي یا هم ویونکي پورې اړه لري، ځکه چې کلمې نه شي کولای له ځان سره ماناوې راوړي. کلمې یوازې یو بل ته اشاره کوي، چې ویونکی مانا ترې اخلي. سټرکچرلیزم د داخلي جوړښت له مخې  په جوړښت کې د ننه وړې وړې اجراوې لري چې یو بل سره نېغ په نېغه اړیکه لري او یوه نښه جوړوي. دې ته هم اهمیت نه ورکوي چې د کلمو تر منځ کوم ډول اړیکه ده. دوی وایي چې د اجزاو ترمنځ اړیکه قراردادي ده. چې دې نظر هم د پوسټ رغښتوالي لپاره د دلیل ساحه پراخه کړې ده. ځکه دوی وایي چې دا قرارداد د ویونکو او یا هم لوستونکو له خوا کېږي.

د کره‌ کتنې په برخه کې د پوسټ رغښتوالو نظر دا دی، دوی وایي، یو کره کتونکی باید په دې قادر وي، چې د کره کتنې په وخت کې باید له بېلا ـ بېلو نظرونو څخه استفاده وکړي، که دا نظرونه مخالف هم وي خو د دې لپاره باید استفاده ترې وشي، چې هر اړخیزه کره کتنه او تحلیل وشي.

د رغښتوالي او پوسټ رغښتوالي ترمنځ توپیرونه او ورتوالي:

د دې دوو مکتبونو ترمنځ توپیر په راسخوان ویب پاڼه کې احسان عباسلو په خپله یوه مقاله کې کړی چې ما یې لنډيز راخیستی، په لاندې ډول دی.

۱ـ جوړښته د رغښتوالو لپاره اخري سرحد دی. خو د پوسټ رغښتوالو لپاره بیا جوړښت ارزښت نه لري.

۲ـ پوسټ رغښتواله د جوړښت په تغیر او بدلون باندې تاکید کوي.

۳ـ رغښتوالان د خپلو شته قواعدو په تعقیب مخکې ځي او په همدې یې بسنه کړې ده. خو پوسټ رغښتوالو بیا د دوی شته قواعدو ته پراختیا ورکړه.

۴ـ رغښتواله د جوړښت یا وجود په واقعیت باندې باور لري او ترڅنګ يې هره فکري، اقتصادي، ټولنیزه او… په یوه مادي جوړښت کې پټه بولي. په مقابل کې یې پوسټ رغښتواله د وجود په حقیقت باندې شک کوي او ټینګار کوي. چې د فکر او حقیقت ترمنځ توپیر د خبرو په واسطه ویونکی کوي.

۵ـ رغښتواله مانا په یو واحد جوړښت کې بولي.( د مانا د شته والي لپاره جوړښت اړین بولي.) خو پوسټ رغښتواله بیا په وییونکي یا لوستونکي باندې تاکید کوي، ځکه دوی د متن مانا هم په لوستونکي پورې اړوند بولي.(عباسلو، ۳: ۵ مخ)

پورته مو د رغښتواله او پوسټ رغښتوالو ترمنځ په توپیر لږ څه وغږېدو اوس به یې ورته والي ته هم لږ څه اشاره وکړو.

د غه پورته یاد شوي مکتبونه یو له بل سره ورتوالی هم لري، چې دواړه په ژبه او د مانا په شتوالي باندې ټینګار کوي. پوسټ رغښتواله زیاته هڅه کړې چې له رغښتواله څخه ځان په بشپړه توګه بېل کړي، خو د پوسټ رغښتواله د پیدایښت ډبره هم د رغښتواله نظریاتو څخه زیږېدلې ده.

پایله:

پوسټ رغښتوالی د رغښتوالی مکتب په امتداد او د هغې د خلا یا نیمګړتیاو د پوره کولو لپاره په لومړي ځل په فرانسه کې رامنځته شو چې په بنسټګرانو کې یې رولن بارت، او ژاک دریدا، میشل فوکو او … دي. دوی په خپل وخت کې د پوسټ رغښتوالي لپاره ګټور نظریات وړاندې کړل.

پوسټ رغښتوالی د رغښتوالي په ضد هم نظریې وړاندې کړې، چې دوی د مانا لپاره جوړښت ته ارزښت نه ورکوي بلکې وایي چې د متن مانا هغه وخت پیدا کېږي چې کله لوستونکی ورسره په خبرو راشي.

او همدارنګه د کره‌ کتنې په برخه کې د پوسټ رغښتوالو نظر دا دی: یو کره کتونکی باید په دې وتوانېږي، چې د کره کتنې په وخت کې له بېلا ـ بېلو نظرونو څخه استفاده وکړي، که دا نظرونه مخالف هم وي خو د دې لپاره باید استفاده ترې وشي، چې هر اړخیزه کره کتنه او تحلیل وشي.

لنډه دا چې جوړښته د رغښتوالو لپاره اخري سرحد دی. خو د پوسټ رغښتوالو لپاره بیا جوړښت ارزښت نه لري.

ماخذونه:

۱ـ دریدا، ژاک. ویکيپدیا

۲ـ ښکلی، اجمل. ۱۳۹۶. د نړۍ ادب. دویم چاب: جهان دانش خپرندویه ټولنه

۳ـ عباسلو، احسان. پساساختارګرایی: راسخوان ویب پاڼه

۴ـ ناسار، د عربي ژبې د ژباړې برښنایي مرکز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب