سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeټولنیزد یهودانو د پیاوړتیا او قدرت راز څه شی دی؟

د یهودانو د پیاوړتیا او قدرت راز څه شی دی؟

ژباړن: امید اڅک  

د نړۍ په کچه د یهودیانو شمیر څومره دی؟ په ټوله نړۍ کې ټول ټال۱۴ میلیونه یهودان ژوند کوي، چې شپږ میلونه یې په امریکا، شپږ میلیونه یې په اسیا، دوه میلیونه یې په اروپا او سل زره کسان یې په افریقا کې میشت دي.

په نړۍ کې د ټولو مسلمانانو شمیر څومره دی؟

په ټوله نړۍ کې ټول ټال یو نیم میلیارد مسلمانان ژوند کوي، چې یو میلیارد یې په اسیا، څلور سوه میلیونه یې په افریقا، څلور څلویښت میلیونه یې په اروپا او پنځه میلیونه په امریکا کې ژوند کوي.

د ځمکې پر د مخ د ټول نفوس په هرو پنځو کسانو کې یو هغه یې د اسلامي نړۍ په یو هیواد کې ژوند کوي، یعنې د هر یهودې پر وړاندې ۱۰۷ کسه مسلمانان قرار لري.

له دې سره سره بیا هم ۱۴ میلیونه یهودیان د یو نیم میلیارد مسلمانانو څخه پیاوړي او قوي دي؟!

څه فکر کوئ؟

ولې؟

د توطئې د تحلیل له سناریو څخه لاس واخلئ، ډاډه ووسئ چې یهودیانو ته دغه موقعیت په مصنوعي توګه چا نه دی ورکړی.

داسې فکر هم مه کوئ، چې دا د انګلیستان کار دی.

بلفرض چې انګلستان او امریکا له هغوی څخه ملاتړ کوي، بیا هم له ځان څخه دا پوښتنه وکړئ چې ولې؟!

په امریکا او انګلستان کې یهودیان له کوم نفوذ څخه برخمن دي، چې دغسې ستر دولتونه یې ملاتړ ته مجبور دي؟!

په دغه دولتونو کې مسلمانان ولې له دغسې نفوذ څخه برخمن نه دي؟! په دغه هیوادونو کې د مسلمانانو شمیر له یهودیانو څخه لږ نه دی، ښه نو چې داسې بیا ولې په امریکا کې د مهاجرو مسلمانانو د سیاسي او ټولنیز نفوذ  په نسبت د یهودي مهاجرو نفوذ ډير دی؟!

نتیجه:

د یهودیانو سره د امریکا، انګلستان او یو شمیر نورو هیوادونو د ملاتړ علت د یهودیانو  قدرت نه؛ بلکه د هغوی د ثابت قدرت معلول دی.

ولې؟!

په څو دلیلونو سره دغه مسئله ثابیتیدلی شي، چې څو هغه یې عبارت دي له :

په معاصر تاریخ کې:

آﻟﺒﺮﺕ ﺍﻧﺸﺘﯿﻦ ﯾﻬﻮﺩﯼ، ﺯﯾﮕﻤﻮﻧﺪ ﻓﺮﻭﯾﺪ ﯾﻬﻮﺩﯼ، ﮐﺎﺭﻝ ﻣﺎﺭﮐﺲ  ﯾﻬﻮﺩﯼ، ﭘﻞ ﺳﺎﻣﻮﺋﻠﺴﻮﻥ ﯾﻬﻮﺩﯼ او ﻣﯿﻠﺘﻮﻥ ﻓﺮﺩﻣﻦ ﯾﻬﻮﺩﯼ.

د طب په برخه کې:

ـ د پیچکاري د ستنې مخترع، بنیامن روبن  یهود دی

ـ د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کاشف، یوناس سالک  یهود دی

ـ د وینې د سرطان ضد درملو کاشف،  ګرترود الیون یهود دی

ـ د زیړي د خطرناکې ناروغۍ د درملو کاشف،  بروخ بلومبرګ یهود دی

ـ د سفلیس ناروغۍ  د درملو کاشف، پل الریخ  یهود دی

ـ د عضلاني ناروغیو د درملو کاشف، الیه متچینکوف یهود دی

ـ د داخلي عضلاتو د غدو د ترشحي ناروغیو د درملو کاشف، آنرو شلي  یهود دی

ـ د تراپي ناروغۍ د پیژندنې کاشف، آرون بک  یهود دی

ـ د امیندوارۍ« حاملګۍ» ضد ګولیو کاشف، جورج پیناکوس یهود دی

ـ د بشر د سترګو د پیژندنې کاشف، ج. والد، یهود دی

د مور په خیټه کې د ماشوم د پیژندنې کاشف، ستانلي کوهن  یهود دی

د ګردو د دیالیزیس کاشف، ویلیم کلوفکام  یهود دی

د نوبل جایزې ګټونکي:

په تیرو یو نیم سلو کلونو کې د ۱۴ میلیونه یهودیانو څخه ۱۸۰ کسانو د نوبل جایزه ګټلې ده!

حال دا چې په یو نیم میلیارد مسلمانانو کې یوازې درې کسانو دغه جایزه اخیستې ده.

هغه اختراعات چې د بشر تاریخ ته یې بدلون ورکړ:

ـ د الکترونیکي دستګاهګانو لپاره د وړو حافظو «میموري» کاشف، استانلی نزور یهود دی

ـ د ځنځیري اتومي راکتور کاشف، نئو سزیلند  یهود دی

ـ د نوري کیبل کاشف، پیطر شولتز  یهود دی

ـ د لار ښود څراغونو کاشف، چارلز آلدر یهود دی

ـ د زنګ ضد فولادو کاشف، بنو اشتراوس  یهود دی

ـ د غږیز ناطق فلم کاشف، امیل برلینر یهود دی  

ـ د ټلیفون د میکروفون کاشف، امیل برلینر یهود دی

ـ د ویډیو د متحرک تصویر د ثبت د دستګاه کاشف، چارلز جینزبرګ  یهود دی

پر نړیوال تجارت نفوذ:

ـ د پولو د مشهور او پیژندل شوي مارک څښتن، رالف لورن  یهود دی

ـ د څخاک د موادو د پیژندل شويو تولیداتو « کوکا کولا» څیښتن، رالف لورن  یهود دی

ـ  د لویس جین  مشر لوی اشتر اوس یهود دی

ـ د استار بروک مشر هوارد شولتز  یهود دی

ـ ګوګل مشر سرجی برین  یهود دی

ـ د ډل کمپیوټرونو د شرکت د شرکت مشر میشل ډل  یهود دی

ـ دنکی دوناکارن  یهود دی

د باسکین ـ رابینز نړیوال ځنځیري پلورنځیو مشر ایرو رابینز یهودی

د امریکایی دانکین مسول « د نړۍ په کچه پیژندل شوی برنډ دی» بیل روزنبرګ یهود دی

په نړیوال سیاست کې د  نفوذ خاوندان:

ـ هنری کیسینجر، یهود دی

ـ د یل پوهنتون رئیس ریچارد لوین یهود دی

ـ د امریکا د رزرو فیدرال رئیس، الن ګرینزپن، یهود دی

ـ ژوزف لیزرمن، یهودی

ـ مادلین البرایت، یهودی

ـ د امریکا د دفاع پنځلسم وزیر گاسپار واینبرگر  یهود دی

ـ د سنګاپور پخوانی لومړی وزیر داوید مارشال  یهود دی

ـ د شوروي د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، ماکزیم لیوینو، یهود دی

ـ اسحق اسحق، د ټول استرالیا والي  یهود دی

ـ د انګلستان پخوانی لومړی وزیر، بنیامن دیزرائلی  یهود دی

ـ د روسیې پخوانی لومړی وزیر  یوګنی پیرماکف یهود دی

ـ امریکایي سیاستوال  بری ګلد واټر یهود دی

ـ د پرتګال پخوانی ولسمشر جور سمپائو  یهود دی

ـ د کاناډا د لومړي وزیر مرستیال  هرب ګری یهود دی

ـ د انګلستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر  میشل هوارد یهود دی

ـ د اتریش لومړی وزیر  برونو کرایسکی یهود دی

ـ د امریکا د خزانه دارۍ وزیر  رابرت روبین یهود دی

نړیوالې ډلییزې رسنۍ:

ـ د سي ان ان نړیوال رسنیز مرکز مشر ولف بلیتز یهود دی

ـ آی بي سي مشهورې خبرې رسنۍ مشر بار بارا والترز  یهود دی

ـ د واشنګټن پوست مشر اوجین مایر  یهود دی

ـ د امریکا ټایمز مجلې مشر هنري ګرونوالد یهود دی

ـ د واشنګټن پوست مشر کاترین ګراهام  یهود دی

ـ د نیویورک ټایمز مشر ژوزف لیلد  یهود دی

ـ  نیویورک ټایمز مشر ماکس فرانکل  یهود دی

ـ د Fox رسنیز ګروپ مشر  رابرت مرداک یهود دی

د بشردوستانه موسسو مشران:

ـ جورج سوروس  یهود دی

ـ والتراننبرګ  یهود دی

په امریکا کې د یهودیانو د  صنفي او مذهبي جوړښتونو شمیر له ۷ زره سازمانونو څخه ډير دی. هر یهودی په څو انجمنونو او NGO ګانو کې عضویت لري او فعالیت کوي، هر مسلمان په څو دانو سازمانونو او یا NGO ګانو کې عضویت لري؟

یهودي ماشومان له هماغه پیل څخه په خپلو ښوونځیو کې یو له یو بل سره یو ځای ډلییز کارونه زده کوي، نه دا چې بې ثمره درسي سیالۍ او په خپل منځ کې حسادتونه او داسې نور فضوله شیانو باندې تمرکز وکړي.

که له هغوی سره سیالي کول او  شکست ورکول غواړئ نو د مرګ پر یهودیانو او مرګ په نصریانیانو د تش  شعار په ځای د علم په جګړه کې ورسره ښکیل شئ…

17 COMMENTS

  1. په لومړی ځل مې هم فکر کس پیدا کړو چې امید اڅک صیب دی. ډیره په ځای او ژوره لیکنه

  2. ښاغلی امید اڅک صاحب ستاسی د ژباړی نه یوه نړی مننه

    په ریښتیا سره د علم په جګړه کې به هغه څه ووینو چه خپل کوراو وطن به پرمخ روان کړو او هم به د نړیوالو سره د سیالی جوګه شو.

  3. ټول ټال ښه لیکنه ده او حقیقت هم پګی پروت دی خو که خبره د لاسته راوړنو وی نو مسلمانان تر ټولو برلاسه دي په دې موږ ټول شه پوهیږو .
    که موږ د مسلمانانو تاریخ ته د لومړی نړیوال جنګ نه دمخه نظر وکړو نو تعجب به ورته وکړو
    یوه بیګله يې داده چې په هسپانی که د مسلمانانو دومره غښتلی پوهنتون وو چي د انګلستان امپراطور مسلمانانو ته درخواست استوی او تري غواړی چی زما لور ته په دې پوهنتون کې د لوست اجازه ورکړی
    خو دا چې اوس تیت یی چی ورک یو

  4. د پورته لیکنی په هکله څو ټکی
    لومړی: د خوښۍ ځای دی چي ښاغلی فدا منور د خپل فکر وړ ملګری وموند
    دوهم: ځینی یا ډېر کسان فکر کوی چي قرآن فقط یو مذهبی کتاب دی حال داچي یوازنی کتاب چي د یهودو د عقائدو او کړنو دڅرنګوالی په هکله ئې رښتینی معلومات وړاندی کړی دی همدا قرآن دی او دا معلومات د ځینو د ګومان په خلاف اصلاً د یهودو پر غندنی او دښمنۍ نه دی بنا بلکه پر واقعیت بنا یو بیان دی او حتی په هغه کی د یهودو دا ادعا چي هغوی د خدای غوره بندګان دی په ټینګه تائید شوېده منتهی ددې ادعا پس منظر په دوو بېلو بېلو تاریخی پړاوونو کی تعریف سویدی
    دریم: نن سبا په نړۍ کی یو میلیارډ مسیحیان او یو میلیارډ بودائیان او څه کم یو میلیارډ اهل هنود شتون لری نو پوښتنه داده چي په پورته لیکنه کی د یهودو د ممتاز مؤقعیت تشریح ولی یوازی په اصطلاح مسلمانی ټولنی ته متوجه سوېده؟
    څلورم: پدې کی شک نسته چي نن سبا د ځینو خاصو هیوادونو یا ځینو خاصو نژادونو ته منسوب کسان د هر اړخیز قدرت څښتنان دی او دا قدرت ئې په اصطلاح د( توانا بوَد هر که دانا بوَد) د مقولې پر مصداق لاسته راوړی دی خو خبره داده چي هغوی( یهود) د بشریت ستر مقام ته د درناوی په مکلفیت آیا نورو نژادونو او توکمونو ته په عادلانه او منصفانه سترګه کتلی دی؟
    د قرآن د مقطعی توصیف او د تحریف سوی تورات د مطلق او استمراری توصیف د ټینګار په اساس چي د یهودو پر غوره والی ئې کړی دی د یو منصف او منطقی انسان په ذهن کی دا پوښتنی را زېږېدلای سی
    الف : یو غوره نژاد باید همهغسی غوره عقائد او کارنامې ولری کوم چي د انسانی فطرت په صدف کی د ملغلری د ایجاد لیاقت هم ولری
    ب: یو غوره نژاد یا غوره کس چي د دومره عالی امتیازاتو څښتن کېدای سی نو دا حقیقت هم باید ومنی چي ددې امتیازاتو د څښتن مسئولیت او رسالت ( مکافات- مجازات)هم دغومره درانه وی
    پنځم: له هره کُنجه چي حساب ورته وسی د نړۍ ژوند بلآخره ختمېدونکی دی یعنی خپله د مځکی کُره استهلاک کېدونکې ده او د ژوند پنوم پدیده ځانته د مرګ پنوم بل حالت نیسی او ددې حالت د بدلون مخه هیڅ څوک نه سی نیولای حتی که د هری درختی او هر غیر غوره بشر تر څنګ دوه دوه (غوره )سوی پروفیسران او ډاکټران او متخصصین او کاشفین او مخترعین هم حضور ولری
    د انسانی فطرت او الهی حقیقت ګوهر ته درناوی کوونکی او نه درناوی کوونکی به کومه ورځ د خپلو افکارو او عقائدو د څرنګوالی په باب ځواب ورکوونکی وی

  5. غلام حضرت خان ته باید ووایم چې هره لیکنه یوه موخه لري او زما په نظر دلته موخه داده چې د واک او قدرت له ښکارندو سره مو اشنا کړي. دلته که موږ تل د خپل دین د ښه والي خبرې کوو خو عمل نه ورباندې کوو زیاته ګټه نه رسوي.

    اصلي خبره داده چې کله موږ مسلمانان قوي و او نوي کشفیات مو کول، غربي نړۍ مو د اسلامي تمدن، خپله د یوناني تمدن، هندي او چینایي تمدن سره اشنا کړل هلته موو عالمان و او هغه وخت داسې وو لکه اوس چې یهودیان دي.

    زه فکر کوم چې دلته د ادیانو مقایسه موخه نه ده بلکه موخه د اده چې قومونو او ملتونو د پرمختګ او وروسته والي لاملونه په علمي ‌‌‌‌‌‌ډول مطالعه کړو او ورنه مار واخلو.

  6. Self perception is the most effective factor shaping individual and groups behavior in life and one barely meet a Jew with low self perception. Such positivity may be related to religion dictation referring to them as Gods chosen people or/and the suffering Jews faced first in ancient Egypt and then Europe. Furthermore, human groups achievements even within the same society varies from each other. For example European American net worth is 800% more than African American and Indian – Hindustani – American surpassing all other groups in earnings on the average.

    Perception barely put in practice in Afghanistan in part because large numbers of people there are mesmerized by new comers brought in from Baghdad and British India.

  7. Perception barely put in practice in Afghanistan in part because large numbers of people there are mesmerized by new comers brought in from Baghdad and British India.

  8. کوم شیان او کارونه چې مسلمانانو کړي او کوي یې هغه ساری نلري. د بېلګې په توګه د تورې وهل، جهاد، جګړه، ورانول، سوځول، د کاروانونو وهل، د غلامانو نیول، د مینځو یا کنیزو نیول، د څلورو ښځو کول، د ډېرو ماشومانو زېږول، دښمني، د سرنو وهل، د لاسونو پرې کول او داسې نور ډېر کارونه دي چې بل څوک یې نشي کولای. نو چې دې کارو ته سم وکتل شي، یهود به ولې د مسلمان څخه مخته وي. مننه

  9. یهود له مسلمانانو سره ډېر ورته والي هم لري. حتي دیني عقاید یې سره ورته دي. دوی خو ادعا کوي چې قرآن د دوی له توراته کاپي شوی دی.
    که له ادعا یې تیر شو دوی هم د خنزیر غوښه نه خوري موږ یې هم نه خورو، دوی هم له نږدې خپلوانو لکه د ترور او ماما لور – زوی سره واده کوي او موږ یې هم کوو.. دوی هم روژه نیسي موږ هم. بې شمېره نور مشترکات لرو. دوی او عربان سره تربورونه وو، په منځ کې یې اختلاف شو چې تراوسه دوام لري
    له بده مرغه د مسلمان ټول پام اخرت ته دی او ترقي نه کوي او د یهود ډیر پام دنیايي چارو ته دی. زحمت باسي، کار کوي، درس وايي
    زموږ ملا راته تبلیغ کوي چې د دنیثا کارونو ته شا واړوئ یوازې اخرت ته توجه وکړئ. او یوازې د خدای عبادت وکړظ. حال دا چې عبادت د دې لپاره راباندې فرض شوی چې اخلاق مو لوړ شي، خپل او د بل حق وپیژنو کنې خدای پاک په هغه عظمت زما او ستا عبادت ته څه اړتیا لري. په هر صورت خدای مهربانه دی یو وخت به داسي راشي چې موږ به هم زحمت باسو.

  10. سلامونه،
    ورور امید څرک ښه موضوع مو ژباړلې ده.
    د تبصره کوونکو وروڼوالبته هر یو خپل نظر لري .
    دا چې یو وخت اسلام (مخصوصاََ د محمد ص. او راشده و خلفاوو په طلايي دوره کې ) د اخلاقو، علم، اقتصاد او اجتماعي علومو کې څومره مخکې و او هغه وخت ېې له یهودانو سره هم ښه وضعیت کاوهء، خو همدا یهودان و چې د صلیبیانو سره یوځای ېې پر بیت المقدس او فلسطین یرغل وکړ چې تر اوسه دوام لري ! هغه ساحې چې تاسو یادې کړي (طبابت، بشر دوستانه مرستې؟، ان.جي او ګانې، سیاست ، تجارت، نوبل جایزې ، رسنئ او د ماشومانو له وړکتوبه زیار ایستل !…) ، زما په نظر دوی ټولو سره لاس یو کړی او لکه د نړۍ نورو لږکیو اتفاق لري او دا ټولې کليدي ساحې پخپله نفع کاروي . لکه چې مشهوده ده یو دولت کې څو قوې دي :
    ۱-قضاییه ،۲- مقڼنه یا پارلمان او سیاسي ګوندونه ؛۳- اجراییه یا حکومت ، -+ ۴. اقتصاد -+۵. رسنئ ،–۶ ستون پنجم !!!!!
    بني اسراييل یا یهودانو دا ټولې قوې پخپل انحصار کښې نیولي ؛ که خپل کارونه ېې بد هم وي دنیاوالو ته ېې اپوټه ( سرچپه ، معکوس)ښيي.
    دلته یوه ټوکه غوندې قصه ګۍ وکړم: کوم چا له یوه فلصطیني عرب نه پوښتنه کړې وه ” دا یهودان ول پریږدئ چې ستاسو خاوره باندې کورونه جوړوي؟” . پوهیږئ د عرب ځواب څه و؟
    – پریږدئ چې جوړوي ېې ، مونږ ېې بیا په پیسو ترینه اخلو!!” ” مونږ پخپله ېې نه سو جوړولای!!!!”

  11. اصلاً یهودیت دین نه دی بلکه یو نژادی واقعیت دی که څه هم په لومړنیو کی ئې دینی صبغه درلوده البته نن ورځ هم د دین د عنصر څخه اکثراً منفی ګټه اخلی
    دین او دینی عقیده د جذب او دفع پنوم یوه دروازه لری چی هر څوک په ننوتلای سی او هر څوک ترې را وتلای سی خو یهودیت دا صفت نلری او د جذب دروازه ئې اصلاً کاه ګَل ده او هیڅ غیر یهود ته ئې د داخلېدو اجازه نسته او د خروج دروازه ئې خلاصه ده خصوصاً کله چی ځینی ستراتژیکی ګټی په نظر کی ولری
    په هر حال د یهودیت بحث یو پیچلی او حساس بحث دی چی یوازی ئې یو رښتینی مسلمان او رښتینی یهود ” یو بل د ژوری پېژندګلوی له امله ” د ادامې صلاحیت لری او بس

  12. د عباسيانو دور کې عربو د چور په مت پاچاهي جوړه کړې وه د هغې وخت يوه پاچا د خپل شوق له مخکې پوهې ته کار وکړ يعنې د پوهنتون جوړول د قران لارښونه نه وه
    کوم ساينس پوهان او فلسفيان چې پيدا شول د کفر ټاپې پرې ولګېدې
    له دين وتلي وو

    که ګل اغا شېروی کندهار کې د طب څانګه کۍ د يوه امريکايي پوهنتون يوه برخه پرانيزي نو دا خو د ګل اغا شوق شو نه د اسلام لارښونه

    يهودو تر دويم نړيوال جنګ پورې په مذهبي خيال پرستۍ کې غرق وو
    دا يهود اتيستان وو چې دوی منظم کړل او هوښيار يې کړل د دوی مذهبي اوس هم د اسرايلو د جوړېدو مخالف دي

    اسلام کې نظم او اتفاق ممکن ندی
    که وی عايشې او علي به نه سره وژل

  13. چې منطق او دلیل ونه لري، نو د حضرت باز په شانې یې ځای غوجله شي. لمر په دوو ګوتو نه پټېږي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب