Homeخبرونهپه کندوز کې ترافیکي پېښې پنځه ځوانان ووژل

په کندوز کې ترافیکي پېښې پنځه ځوانان ووژل

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۳ مه) ځايي سرچینې وايي چې د کندوز ـ امام صاحب پر لویه لاره پرون (جمعه) په یوه خونړۍ ترافیکي پېښه کې پنځه ځوانان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د «ټويوټا اکووا» او «ټويوټا کرولا» د سپرلۍ موټرونه د چټک سرعت له امله له یو بل سره ټکر شول.

سرچینې زیاتوي چې له ټکر وروسته دواړو موټرونو اور واخیست، چې له امله یې پنځه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د پېښې ټول قربانیان او ټپیان د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

چارواکو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د دې پېښې د قربانیانو د کره شمېر او نورو جزییاتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

ترافیکي پېښې لا هم په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د ولایتونو ترمنځ پر لویو لارو، د مرګ ژوبلې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د موټرو د سرعت زیاتوالی، د ترافیکي مقرراتو نه رعایت او د لارو خرابوالی په افغانستان کې د اکثرو ترافیکي پېښو عوامل بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب