Homeخبرونهد بې پولې ډاکترانو ټولنې په هرات کې خپلې کارکوونکې پر نیول...

د بې پولې ډاکترانو ټولنې په هرات کې خپلې کارکوونکې پر نیول کېدو غبرګون وښود

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۳ مه) د بې‌پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان (MSF) ویلي چې د جون په شپږمه نېټه یې په افغانستان کې یوه ښځینه کارکوونکې، چې د هرات ذ سیمه‌ییز روغتون د ماشومانو په څانګه کې یې دنده ترسره کوله، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت استازو له خوا ونیول شوه.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې په وینا، دغه ښځه د خپل مېړه په ملتیا روغتون ته روانه وه، خو د ښځو لپاره د ټاکل شوي لباس د نه مراعتولو په تور ونیول شوه. نوموړې دوه ورځې په توقیف کې وساتل شوه او د جون په اتمه وروسته له هغې خوشې شوه چې هغې، مېړه او د کورنۍ نورو غړو یې په لیکلي ډول ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د یاد وزارت له لوري ټاکل شوی لباس اغوندي.

خو د هرات والي، نور احمد اسلام‌جار ویلي: «هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، ټول جعلي دي او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له لارې جوړ شوي دي. زموږ هېڅ لور او خور په هېڅ زندان کې بندي نه ده.»

د اسلامجار له انکار سره سره د بې پولې ډاکترانو ټولنې دا اعلان ثابتوي چې په هرات کې د طالبانو له لوري ګڼ شمېر ښځې د هغه څه په تور نیول شوي چې دا ډله یې اسلامي حجاب بولي.

د بې پولې ډاکترانو سازمان د خپلې کارکوونکې نیول او توقیف غندلی او ویلي یې دي چې دا پېښه جلا مورد نه دی، بلکې په افغانستان کې د ښځو پر ازادیو او تګ راتګ د پراخو محدودیتونو یوه برخه ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په هرات ولایت کې د ښځو د نیولو د راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د جامو د بڼې له امله د ښځو نیول پر هغوی او د هغوی پر کورنیو ژور اغېز لري.

د ملګروملتونو سازمان د ښځو برخې لیکلي: «په افغانستان کې د یوې ښځې نیول له لویې ټولنیز بدنامۍ سره تړاو لري؛ داسې موضوع چې حتی له خوشې کېدو وروسته هم کولی شي ښځې د لا زیات تاوتریخوالي او په کورنیو او ټولنو کې د انزوا له خطر سره مخ کړي.»

په همدې حال کې د بې پولې ډاکترانو سازمان ویلي چې ښځې لا دمخه له ګڼو محدودیتونو سره مخامخ دي، چې د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو او د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو پر بهیر مستقیم اغېز لري.

د MSF د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د دې سازمان ۴۵ سلنه نرسانې ښځې دي، او د اومیندوارۍ اړوندو پروژو کې تر نیمايي زیات کارکوونکي ښځې جوړوي. سازمان ټینګار کړی چې ښځینه روغتیايي کارکوونکې د ښځو لپاره په ځانګړو کلینیکي چاپېریالونو کې د خدماتو وړاندې کولو لپاره حیاتي ارزښت لري.

د بې پولې ډاکترانو سازمان همداراز ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې په هرات کې د ګڼو ښځو د نیولو راپورونه ترلاسه کړي دي. د سازمان په وینا، د جون په نهمه د ښځو پر محدودیتونو د اعتراض یوه غونډه د طالب پولیسو له خوا د وسلو، لرګیو او مترکو په زور وځپل شوه چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان او نور ونیول شول.

سازمان زیاته کړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ښځې په افغانستان کې په زیاتېدونکې ډول له عامه ژوند څخه څنډې ته شوې دي. د نجونو پر ثانوي او لوړو زده‌کړو بندیز، د ښځو پر کار محدودیتونه، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی او له عامه ځایونو محرومیت د دغو محدودیتونو له مهمو بېلګو څخه دي.

د بې پولې ډاکترانو په خبره، د اجباري برقعې اغوستل او له محرم پرته د ښځو د تګ راتګ محدودیتونه نه یوازې د روغتیايي خدماتو ترلاسه کول ستونزمنوي، بلکې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو دندې هم له خنډونو سره مخامخ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب